د علم او فرهنګ د دښمنانو د نه بښوونکی عمل په اړه د افغانستان د علماو د متحدی شورا اعلامیه / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

ډیرو قدرمنو او متدینو هیوادوالو:

د علم او فرهنگ دښمنانو په افغانستان کې د خپلو نورو اسلامی ضد، انسانی ضد او د پراختیا ضد عملونو په لړ کې تیره ورځ یو ځل بیا په فراه ، ننګرهار او ورته نورو ولایتونو کې ښوونځي سوځولي او په بمونو باندې یې الوزولي چې دا د علم او فرهنګ د دښمنانو دغه ډول وحشیانه عملونه نه یوازی له اسلامیت او انسانیت سره هیڅ ډول رابطه نلري بلکې د هغوي د زیاتي کمزورۍ او د پردیو د موخو د پلې کیدو ثبوت هم دی، له بلې خوا د علم او فرهنګ په برخه کې د خدای(ج) د حکمونو او لارښوونو پر خلاف هم ګنل کیږي، چې په دې برخه کې خدای(ج) داسې فرمایلي دي: ژباړه( د علم او پوهي زده کړه پر ټولو مسلمانانو« نارینه او ښځینه» فرض دی) هر څوک چې د علم او پوهي د زده کړي مینان ځوروي ، ګواښوي، وژنی یي او یا د هغوي د ډارولو او ویرولو لپاره چې له هر ډول وسیلي څخه کار اخلي او له دې لارې د خدای(ج) لارښوونې او حکمونه تر پښو لاندې کوي، نجونې او حتی هلکان له ښوونځیو ته له تګ څخه منع کوي، ښوونځی او مدرسي سوځوي، ښوونکي او زده کوونکي وژني، شخصي او عامه تاسیسات ړنګوي او خلک د علم او پوهي د زده کړي له ستر نعمت څخه بې برخي کوي په حقیقت کې د خدای(ج) او د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د لارښوونو او حکمونو دښمنان دي، نو پر دي بنسټ د دغه ډول کرکجنو، کرغیړنو او وحشیانه عملونو عاملین د اسلام د سپیڅلي دین دښمنان دي او تل به د خدای (ج) له خوا له زیاتو عذابونو سره مخ کیږي او د جهنم په سرو اورونو او سکروټو کې به غوپي وهي او یا به داسې نور دردونکي عذابونه او کړاونه ګالي او هم به یې په مومنو مسلمانانو کې تل مخونه تور وي، د علم او فرهنګ دښمنان باید په دې پوه شي چې په خپلو دغه ډول کرکجنو او کرغیړنوعملونو سره نه یوازی نور هم سپک کیږي او ګوښه کیږي بلکې په وړاندې یې د خلکو کرکه او غوسه نوره هم زیاتیږي او په خلکو کې یې دریځ له یوې ورځی بلې ورځی ته کمزورتیا مومي، د هغوي شومې نقشي او ناوړه پلانونه لا بربنډیږي او  زمونږ د علم او فرهنګ دوسته خلکو له خوا له زیاتو لعنتونو سره مخ کیږي.

نو مونږ د افغانستان د علماو متحده  شورا د هیواد د سولې، ثبات او د علم او فرهنګ د دښمنانو دغه غیر اسلامی، غیر انسانی او له علم او فرهنګ سره له دښمنۍ ډګ عمل په کلکه غندو او د هیواد له ټولو درنو، متدینو او علم دوسته ولسوونو څخه غواړو چې په خپلو سیمو کې د علم او فرهنګ د دښمنانو په پیژندګلوي او د هغوي د دغه ډول غیر اسلامی او انسانی کړنو د مخنیوي او شنډولو له پاره له خپلو امنيتي ځواکونو سره هر اړخیزي مرستي تر سره کړي او په دې توګه په خپلو سیمو کې د ښوونځیو او نورو عامه تاسیساتو تر څنګ د خپلو بچیانو او نورو خلکو ژوند خوندي کړي او له دې لارې څخه دي د خپل هیواد د سولې، ثبات او د علم او فرهنګ د دښمنانو پر ضد دی خپل ملی او تاریخي رسالت پر ځای کړي، همدا رنګه له وسلوالو مخالفینو څخه هم غواړو چې نور دې جګړي او ورور وژني لاره پریږدي او د سولې له بهیر سره دې یو ځای شي.

Comments