د علماوو پر غونډې د ترهګرو برید

comments 0

2 Views

هندوکش – کابل: وسله والو په ځانمرګي برید د کابل دیني عالمانو غونډې ته ځواب ووایه.
کورنیو چارو وزارت ویلي، برید کې دوولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
رویټرز خبري اژانس د امنیتي سرچېنو له قوله خبر ورکړی چې برید کې اته کسان شهیدان شوي خو دا چې دیني عالمان او که امنیتي سرتیري دي په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
برید د پلي ځانمرګي له لوري هغه مهال شوی چې د دیني عالمانو له غونډې ګډونوال خواره شوي وو.
چاودنه ددیني عالمانو د نننۍ ورځې د غونډې په غبرګون کې ښکاري چې افغانستان کې یې روانه جګړه ناروا وګڼله.
کابل کې نن دوه زره پنځه سوه د یني عالمان راټول شوي و، او د ځانمرګو بریدونو په ګډون یې ټول هغه بریدونه چې ملکي وګړي په کې زیان ویني ناروا وګڼل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments