د عربۍ حلوا پخلول

comments 0

اړین توکي:
د غنمو اوړه : ۳ پیمانې
وچې شیدې: دوه پیماني
بوره: ۳ پیمانې
اوبه: یوه پیمانه
ګلاب : نیمه پیمانه
هل: دوه قاشوغې
زعفران: نیمه قاشوغه
کوچ: ۴۰۰ ګرامه
مایع غوړي: نیم ګیلاس
د پخولو طریقه:
لومړی اوړه په حرارت باندې ږدو تر څو تفت واخلي وروسته وچې شیدې ور اضافه کړئ تر هغې چې طلایي رنګ واخلي ، تفت ورکړئ وروسته یې له حرارت ایسته کړې او وچې شیدې پکې ګډې کړئ.
وروسته کوچ ، او غوړي پکې اضافه کوو او په ملایم حرارت یې ږدو تر څو لږ تفت نور هم واخلي او غوړي جذب شي.
پدې واټن کې اوبه ګلاب ، هل ،زعفران او بوره هم پکې اچوو ، او په ملایم حرارت یې ږدو تر څو یوه غلیظه شیره تر لاسه شي وروسته په آرمۍ سره شیره د اوړو له مخلوط سره یو ځای کوو او په یو بېل لوښي کې یې له یوه اندازه خلال سره تزئین کوو.

Comments

Leave a Reply