د عربستان په مالي مرسته 20 زور بیځایه شویو سره مرستې وشوی

comments 0

هندوکش – کابل: په کابل کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وايي، د روژې د میاشتې په مناسبت د سعودي عربستان په مالي مرسته له ۲۰زره بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته کوي.
د سعودي عربستان د دوو موسسو «الملک سلمان ابن عبدالعزیز اللاغاثته» او «الاعمال الانسانیه» په مالي مرسته د هېواد په پنځو ولایتونو کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت پر ۲۰ زره کورنیو خوراکي او غیرخوراکي توکي وېشل کېږي.
د کډوالو وزارت وايي، د سعودي عربستان د «هیة الغاثیې» موسسې په مالي مرسته په لغمان کې هم پر ۹۰۰ کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ به ژر پیل کړي.
د تېرو درېیو کلونو سختې وچکالۍ زرګونه کورنۍ بې ځایه کړي، چې اوس مهال په سختو شرایطو کې د ژوند شپې ورځې سبا کوي.
له تېرو درېیو اوونیو راهیسې د ننګرهار د خوږیاڼیو او شېرزادو ولسوالۍ زرګونه کورنۍ هم بې ځایه شوي، چې اوس مهال په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments