د عبیدالله بارکزي جنازه خاورو ته وسپارل شوه

comments 0

هندوکش – کابل: ولسي جرګه کې د ارزګان استازی عبیدالله بارکزی چې تېره ورځ کندهار کې په یو وسله وال برید کې شهید شوی و، نن یې جنازه د ملي شورا په احاطه کې خاورو ته وسپارل شوه.

که څه هم طالبانو د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو تر ډيره باور کیږي چې دا کار د طالبانو دی.

عبیدالله بارکزی د پاکستان سرسختی مخالف او د سولې پلوي و.

ارګ پر عبیدالله بارکزي برید غندلی او هغه یې یو وطن پرست شخص یاد کړی دی.

د کندهار امنیه قومندان تادین خان وايي د لومړنیو څېړنو له مخې بریدکوونکو  د ولسي جرګې د پخواني غړي عبیدالله بارکزي سره لومړی پر ټیلیفون خبرې کړي او وروسته يې وژلی .

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments