د طالب وسله والې ډلې د سرې قطعی دوه مشران وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – وردک: د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د قاری سمیع الله او مولوی روح الله په نوم د طالبانو د سرې قطعی دوه مشران وژل شوي دي.
میدان وردکو کې پوځي چارواکي ویې، د قاری سمیع‌الله او مولوی روح‌الله په نوم دطالبانو دسرې قطعې پوځي ډلګۍ مشران یې له څلورو نور ساتندویانوسره یوځای دجګړې په مهال ویشتلي.
د چارواکو په وینا، یادکسان یې دهمدې ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې په نښه کړي دي،چې نتیجه کې یوتن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
یاده دې وي چې د طالب وسله والې ډلې یاده قطعه دجګړې په مهال دکمانډویانوپه څیرې دیوې سختې مرحلې په ځای کې حاضریږي ،چې لیزري توپکې درنې اوسپکې وسلې او دشپې مهال لرلید باندې سمبال دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply