د طالب قوماندان مولوي عبدالبصیر ورېندار؛ ولې له کور وتښتېده؟

comments 0

هندوکش ــ تخار: د تخار ولایت د ینګي کلا/قلعه ولسوالي لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مولوي عبدالبصیر ورېندار حفیظه، چې ۱۹ کاله عمر لري د مولوي بصیر د کلیوال محبوب الله سره چې ۲۳ کاله عمر لري د هزاره قشلاق له کلي تښېدله، چې د سیمي د اوسېدونکو لخوا و پېژندل شول او مخنیوی یې وشو.
د ینګي قلعه ولسوال وايي، چې دواړه میئنان د سیمې اوسېدونکو ملي پولیسو ته سپارلي او ملي پولیسو د ډاډمن امن په فضا کې ولسوالي ته را انتقال کړل.
حفیظې ویلي، چې د مولوي بصیر لخوا په زوره د هغه کشر ورور ته په نکاح شوې وه او دا لومړی ځل نه دی؛ بلکې تر دې وړاندې نورې زیاتې نجونه هم طالبانو په زور ځانته په نکاح کړې یايې له کورونو تښتولې دي.
همدارنګه نوموړې وویل، چې خاوند یې د طالبانو لیکو کې په ترهګریزو فعالیتونو بوخت وي او دېته هیڅ وخت او حقوق نه ورکوي. حفیظه زیاتوي، چې خاوند یې د دې په نسبت هلکانو ته زیات تمایل درلود، تل به یې خپل ټيلیفون کې د ښایسته هلکانو عکسونه کتل او د شپې به یې په ټیلیفون هلکانو سره له جنسي راز ډکې خبرې کولې.
حفیظه وایي، چې له یو کال راهیسې محبوب الله سره اړیکه لرم؛ هغه څه، چې خاوند یې نه شي راکوی هغه نړۍ مې په محبوب الله ودانه ده او دی یو ډېر ښه ځوان دی؛ نو د خپل طالب خاوند له زندان د خلاصېدو لپاره مې پرېکړه وکړه، چې زه او مجبوب الله باید له کلي چېرته لرې ولاړ شو او بیا هیڅ کله را و نه ګرځو؛ خو بخت یاري راسره و نه کړه او کلیوالو مو مخه ونیوله.
حفیظه وایي، نه غواړم، چې بیا د مولوي بصیر کور ته وګرځم؛ له افغان دولت هیله لرم، چې د ښه ژوند جوړلو کې مرسته را سره وکړي.

Comments