د طالب زندان او د هلمند ملالې( چوپ ولس او د بې ننګۍ اوج): معاذالله جواد

comments 0

ښه خبر دا وو چې بیګاه شپه ځانګړو افغان ځواکونو د ګرشګ په ده بابا او سور کاريز سیمه کې د طالبانو هغه زندان مات کړ چې تر سلو ډير هلمندیان پکې ساتل کيدل خو کله مې چې په انځور کې پر تور سرو، ماشومانو او سپين سرو ښځو سترګې ولګيدې د افغاني غرور له امله مې له ځان سره وویل چې کاش یا مې دا انځورونه نه وی لیدلي او يا اډو مات شوی نه وی ځکه د چا زړه به دومره سخت وي چې د يوې وحشي ډلې داسې وحشت هسې له نظره تیر کړي.

په هلمند کې مې د طالبانو په يو زندان کې د ځوانانو او سپين ږیرو تر څنګ پر بندي میرمنو او ماشومانو هم سترګې وليدې، دقیقا دا هغه میرمنې، هغه تور سرې او هغه حياوې دي چې د لوپټې پيڅکي ته یي د بد نظر په صورت کې د مرګ پایله له ځان سره لري خو د پنجابي وحشت او بې ننګۍ په روان سيلاو کې زموږ د تور سرو او ملالو حيا داسې لوټل شوې چې ډيرې باحيا او باعزته ښځې په ډاګیزو زندانونو کې ساتل کيږي، محاکمه کيږي او وژل کيږي خو غيرتي ولس د بې ننګۍ په خوب ويده دی هيڅوک نشته چې ننګ وکړي.

د طالبانو تر ډاګيزې بې حيا، بې غیرته او بې ننګي محکمې را وروسته دا لومړی ځل دی چې افغان ولس د داسې يو وحشت ننداره هم وکړه، تر دې مخکې به مو د طالبانو د هغه وحشت ننداره هم کړي وي چې په يوه ويډيو کې طالب قومندان له پردي ناموس سره په عشق بازۍ لګيا دی، هغه انځورونه به مو هم لیدلي وي چې په پکتيا کې د يو مردار شوي طالب عبدالعلیم شاهين له موباييل څخه تر لاسه شوي وو او له پردۍ ښځې يي غيږ را چاپيره کړې وه، په دې به هم خبر ياست چې په يو ولايت کې طالبان چې کله د کور ډوډۍ ترې وخوري له ښځو سره دنامشروع اړيکو په خاطر خپل د ټلیفون نمبرونه په دسترخوان کې کورونو ته ليږي او دا خو ټولو وردګو ته معلومه ده چې د طالبانو د استخباراتو پخوانی مسول ډاکټر ميرويس چې په يو ناموسي کيس کې مردار کړای شو د نورو نه بلکه د خپل يو بندي طالب له ښځې سره يي کلونه نامشروع اړيکې لرلې او چې کله بندي طالب له زندانه را خوشې شواو له دې کيسې خبر شو نو ډاکټر ميرویس يي د ناموسي وژنو په لړ کې سوری سوری کړ او طالبانو دې بې ننګۍ ته د پرتوګ ګنډلو په خاطر کور ته په رخصتي تلی محصل وچ په وچه په دار وځړاوو.

دا وحشت دی، دا د بې ننګۍ اوج دی او دا د يو غیرتي او با ننګه ملت پر تندي د بې ننګۍ هغه تور داغ دی چې لګوي يي طالب خو رنګ ورته ایران، پاکستان او روسیه برابروي، په افغاني ټولنه کې ښځه او ناموس په هر حالت کې د عطف ټکی دی خو اوس اوس داسې ښکاري لکه څنګه چې موږ د ژوند په برخه کې بې غیرته شوي يو او خپل قاتل ته سپينه خبره نشو کړای نو خپل ناموسونه هم له دښمنه نشو ژغورلی.

ګورئ! که فکر کوئ چې طالبان افغانستان ژغوري نو په تیرو ولسو کلونو کې تاسې ولیدل چې دوی څنګه افغانستان وژغوره، که فکر کوئ چې ددې وطن پر شتمنۍ او نورو برخو يي زړه بديږي پر فراه د ایران په خاطر د ډله ایز برید پيښه يي کلونه مخکې نه بلکه څو اونۍ مخکې وشوه او داده پر سلما بند د ایران په قومنده په نيږدې دریو ولايتونو کې طالبان په تياري لګيا دي… او که مو احيانا فکر دا وي چې افغانستان اشغال دی او دوی به مو له اشغاله وژغوري نو کله چې اوباما د امریکا ولسمشر وو له افغانستان څخه د  سرتیرو وتل وروستي شول چې د نيږدې دوه لکه بهرنیو سرتیرو له منځ څخه ايله شل زره پاتې شول او نور ټول و وتل نو طالبانو باید د ښه نيت او له اشغاله زموږ دخلاصون په خاطر خو لږ تر لږه يوه مياشت په ټول افغانستان کې ډز بنديز کړی وی! خو داسې نه ده طالبان نه يوازې د امریکا او ناټو د پاتې کيدو لامل شول بلکه له امریکا سره د ایران د دښمنۍ په خاطر يي افغانستان سنګر کړ، د روسانو د تیرې ماتې د بیرته غچ اخیستو په خاطر يي غټه ږیره هبت الله او سراج الدين حقاني  ان تر مسکو پورې ورسيدل.

راځم خپلې خبرې ته! ښځې نه يوازې دا چې د  حيا سمبول دی بلکه ښځې د دوی ښځينه خاصيت او نزاکتونو ته په کتو سره د درناوي وړ دي حتی که يوې ښځې جرم هم کړی وي مشروع نظام کړای شي د باوري ضامن په شتون کې ښځه خوشې کړي، که اميدواره وي د حمل اجازه ورکړي او که شيدي ورکوي باید پريږدي چې ماشوم ته تر هغه چې خدای او رسول ويلي دي شيدي ورکړي.

په اسلام کې هيڅ داسې سند او دلیل نشته چې ته ښځې راوله لاسونه يي ور زولنه کړه په توره خونه کې يي واچوه او بیا ځان ته د مجاهد،اسلامي لښکر او نبي د وارث نوم هم ورکوه، ددې ښځو ګناه به څه وه؟ له دولت سره به يي کار کاوو؟ که هلمندي ولس دومره ميړانه کړې وی خو په خدای که نن د نشه يي توکو قاچاقبر ملا منان او نور وحشيان پرې حاکم وی، که فکر کوئ دې ښځو به زنا يا بل کوم جرم کړی وي په هلمند کې ولس دومره غيرتي او با ننګه دی چې خدای مه کړه د داسې سهوي په صورت کې به دوی خپله محکمه کړې وی…. ددې ښځو جرم به څه وو؟ زه يي درته وايم ددې ښځو جرم هيڅ وو طالبانو د پنجاب او ایران په اشاره زموږغرور  او غیرت معلوماوو چې موږ څه کوو او داده ځان ته يي ثابته کړه چې موږ اوس دومره بې غیرته شوي يو چې حتی پر خپل ناموس او تور سرې هم ننګ نشو کړای.

د بې ننګۍ په دې اوج کې د هلمندي ملالو په لاسونو کې پرتو ولچکو مو له سترګو ځکه اوښکې روانې کړې چې طالبان خو دولتیان او ددوی په اصطلاح تر دولتی حاکمیت لاندې ژوند کونکي بې غیرته، بې ناموسه او ديوسان بولي،دوی خو تل پر طالباني وحشت نقاد ته دامریکا د زوی نوم ورکوي ورشئ په ټولنیزو پاڼو کې د ځينو طالب ضد څيرو تبلیغات وګورئ  طالبانو دومره سپکې سپورې ورته کوي چې ان ورته لیکي« مور به دې په بګرام کې له امریکايانو سره پرته وي» نو اوس طالبه! که زما مور احيانا زه له بګرامه وژغورم ستا سيمې ته درشم بیا به له چا سره پرته وي؟( ایراني سره، پاکستاني سره، روسي سره او که زما ددې وطن له کوم نااهله او وحشي صفته طالب سره؟)

ولسونه! هغه چې هوايي عملیات نه مني، هغه چې د ځانګړو قطعاتو د موخه ایزو بریالیو عملیاتو پر ضد يي له ځانونو د طالبانو لوډ سپيکر جوړ کړی دی، هغه چې د طالب وحشت لا هم ورته اسلامي او  د مشروع نظام او حکومت هیلې ورته کفري او غیر اسلامي ښکاري ولې چوپ دي؟ دا د هلمندتور سرې د چا ناموسونه دي؟ دا سپين ږیري او تنکي ځوانان څوک دي؟

موږچې بیت المقدس ګټو، په امریکا کې د بندي پاکستانۍ عايشې په خاطر پارونکې لیکنې کړای شو، خلک لارو ته را ويستل شو په دې خپل ناموس، خپلې عايشې او خپلې ملالې ولې چوپ يو؟ که امریکا له عايشې سره زياتی وکړ خو کفار وو دا زموږ مسلمان طالب يي چې کوي دې ته څه نوم ورکوئ؟

کابل ميشتو طالبانو!

د پوهنتون استاد ښاغلی فيض محمد ځلاند صاب څه پکې وايي؟ آيا دا ښځې  ستا حيا هم ده کنه؟ نظرمحمد مطمينه زما يي پرې څه دا خو ستا خپلې هلمندۍ دي که دې چیرته بیا ماته د بې ننګه او يا بې غیرته په نوم سوږمې څکې کړې زه به دستي دا ميرمنې در يادې کړم په تاکې به څه پاتې شي؟ عبدالسلام ضفیعه! ای د کابل په سويل ختيځ کې د غره په بيخ کې په شاهانه ښارګوټي کې د وطني شيدو، مستو، شاتو او قیماق خوړولو ته تمام عيار طالب پلوې پاکستانیه چې په رسنيو کې ناست يي افغانستان اشغال بولې، په کابل کې د ډيرو بريدونو طراحانو ته شپې او پيسې ورکوي او هلته درنه را تاو له خوشال خان مېنې بیا تر  غزني پورې ټول يي زه ښه پيژنم دا هلمندي ولسونه اوس څوک وو؟ دوی هم عزت، حقانيت او حق لري کنه؟ ای د کوټې شورا معاش خور سيد اکبرآغا ته خو له بهرني اشغال څخه د افغانستان ژغورنې ټلواله هم لرې، زوی دې د کوټې شورا معاش خوري او تاته خو دولت هم ددسترخوان په نوم د مياشتې دوه درې لکه افغانۍ درکوي ته پکې څه وايي؟ وطن پريږده راشه زما ناموسونه له اشغاله وژغوره که پر ټول وطن دې زړه درد نکوي لږ تر لږه ددې لوی کندهار پر ولس خو ترحم وکړه کنه؟ ولې غلي ياست؟تاسو ناموس لرئ؟ پر تاسو خپل ناموس ګران دی کنه؟

Comments