د طالب بندیانو په لېستونو کې لاس وهنې، دې ډله کې خپلمنځي اختلافات پیداکړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د طالب ډلې د بندیانو کمیسیون او د قطر سیاسي دفتر تر منځ د بندیانو د لېستونو په تړاو تازه اختلافات را پورته شوي، د بندیانو کمیسیون تازه یوه اعلامیه خپره کړې، چې پکې ادعا شوې ده، چې د دغه ډلې د قطر سیاسي دفتر د دوی لخوا په لیږل شویو لېستونو کې لاس وهنه کړې ده.
د طالب ډلې د بندیانو کمیسیون په دغه اعلامیه کې زیاته کړې چې:( د ۵۰۰۰ زندانیانو لېستونه د اسلامي امارت د زندانیانو د کمیسیون او ټولو ولایتي کمیسیونونو په مشوره او مرسته ترتیب شول، خو متاسفانه اوس لیدل کیږي چې د اسلامي امارت په لېستونو کې لاس وهنه شوې او ځیني بهرني وګړي چې له نورو ډلو سره تړاو لري، دې لېستونو ته ور زیات شويدي .)
د بندیانو کمیسیون په دغه اعلامیه کې ویلي چې، د همدغه موضوع په تړاو یې د خپلې رهبرۍ سره اندېښنې شریکې کړي دي او ترې غوښتي یې دي چې د بندیانو په لېستونو له سره کار وشي:( موږ په دې اړه د اسلامي امارت له مشرتابه سره هم خپلې اندېښنې شریکې کړې او هیله لرو چې په دې لیستونو له سره کتنه وشي او ټول هغه مجاهدین چې د اسلامي امارت لپاره یې قرباني ورکړې، بیرته په لیستونو کې ځای پر ځای شي .)
دا په داسې حال کې ده چې ظاهراً طالبانو په دې پلمه چې ګواکې افغان حکومت د طالب بندیانو د خلاصون په اړه خنډونه جوړوي، خپلې خبرې ځنډولي دي، خو د طالبانو د بندیانو د کمیسیون لخوا وروستی خپره شوې اعلامیه کې په څرګنده د دوی تر منځ له روانو اختلافونو پرده پورته شوې او د بندیانو د لېستونو په اړه یې خپلې رهبرۍ ته د دوباره کتنې وړاندیز کړی دی، چې د خبرو د ځنډ علت همدا کیدا شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments