د طالب بندیانو د آزادولو واک د افغان حکومت ولس دی، نه دی بل چا / نوید احمد څرک

comments 0

طالب وسله والو د قطر هیواد په دوحه کې له امریکا سره د اتلس میاشتو خبرو اترو وروسته دې پایلي ته ورسیدل چې د یوې اونۍ د تاوتریخوالې له کمیدو څخه وروسته توافقنامه لاسلیک کړي چې په یاده توافقنامه د نورو موارد بر سیره د ۱۴ میاشتو په ترڅ کې د بهرنیو ځواکونو وتل او د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ زره بندیانو آزادول دي، چې د بندیانو د آزادولو پر وړاندې افغان ولس او ځینو نورو نهادونو خپل کلک غبرګون ښودلی دی او همدا رنګه د افغانستان جمهور رییس هم په ننګرهار کې د یوې غونډې پر مهال دا په ډاګه کړه چې د طالب بندیانو آزادول د افغان حکومت صلاحیت دی او په دې اړه به افغان حکومت او ولس پریکړه کوي. که چېرې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره شرطونه لري، نو افغان حکومت هم شرطونه لري او طالب مشران دی دا په ډاګه کړي چې څه وخت د پاکستان خاوره پریږدي او په خپل وطن کې ژوند غوره کوي.
په هر صورت دا باید وویل شي چې له افغان حکومت سره د وسله ‌والو طالبانو بندیان داسې عادي خلک نه‌ دي چې د ساده جرایمو په تور نیول شوي وي. په دوی کې ډېری داسې کسان دي چې لاس په لاس د هېوادوالو په منځ کې تر ځان وژنې مخکې نیول شوي، یا یې راکټ پر اوږه په سنګر نیول شوي او یا هم د چاپې پر مهال په نیمه شپه په داسې سخت او مرګونې حالت کې نیول شوي چې ډک ټوپکې یې د امنیتی ځواکونو اوعوام ولس د شهیدانولو لپاره سر ته ایښي ول.
د داسې مضره او مخربو کسانو د نیولو پر مهال زمونږ په سلګونه تنه افغان امنیتي ځواکونو ژوند بایللی دی او د دې تر څنګ پرې دومره پوځي ځواک کارول شوی چې لګښت یې بې‌حسابه دی.
اوس طالبان له افغان حکوت سره د مذاکراتو وړاندې ټینګار کوي چې لومړی یې باید بندیان ازاد شي، بیا له افغان حکومت سره خبرو ته زړه ښه کوي، خو هغه هم مالومه نده چې د افغان حکومت مذاکراتي ټیم ورته بیا لکه د تېر په څېر د واده ورا ښکاري او که د جرګې څو غړي.
افغان حکومت چې د بندیانو د ازادولو په برخه کې کوم دریځ غوره کړی، د ځواکونو، نظام او په ټوله کې د ولس په خیر دی، ځکه له طالب وسله والو او افغان حکومت سره د خبرو اترو وړاندې د بندیانو ازادولو سره، په هېڅ صورت دا ډاډ نه تر لاسه کېږي چې خبرې به بریالی شي او که‌ نه؟ که احیاناً خبرې بریالۍ نشي، بندیان به ازاد ګرځي او د دې ډاډ هم څوک نشي ورکولای چې ازاد شوي بندیان دې بېرته د افغان ولس پر وړاندې ټوپک پورته نکړي.
په دې صورت کې بیا د افغان ځواکونو مبارزه په هېڅ حساب شوه، وینې یې هسې لکه د باران مفتې اوبه توی شوې او هغوی چې په دې برخه کې سرونه نذرانه کړل، هر څه یې په سیند لاهو شول. نه، باید داسې ناسنجیده پرېکړه هېڅ‌ کله و نشي. دا پړاو باید په سم دقت سره پر مخ لاړ شي او افغان ځواکونو هر څاڅکي وینې قدر په‌ کار دی.

Comments