د طالبېزم په اړه د پاکستاني پوځ حیرانوونکی دریځ؛ خو هېڅکله هم باور پرې نشي کیدای ــ تحلیلي راپور

comments 0

هندوکش ــ پاکستان: پاکستان کله هم په خپلو ژمنو کې ثابت قدمه نه دی پاتي شوی او تل يې په خپلو ژمنو کې دوه مخې غوره کړې اوس د نړۍ په کچه پاکستان هیڅ نړیوال اعتبار نلري.
د پاکستان د پوځ یوه ویاند ویلي چې دوی هیڅ کله د طالبانو د واکمنیدو ملاتړ نه کوي او نه غواړي چې په افغانستان کې دا تشه رامنځ ته سي د جنرال افتخار په نوم دې ویاند ویلي دا هیڅ امکان نلري چې طالبان دي یوځل بیا واک ته ورسیږي چې په دې سره يې پاکستان هیڅکله ملاتړ نه کوي هغه دا هم وویل چې دا چې په راتلوونکي کې څه کیږي دا په افغان دولت او ولس پوري اړه لري.
د پاکستان پوځ داسې مهال دغه بیان ور کوي، چې څه موده مخکې طالبان له قطر پاکستان ته لاړل او هلته یې د پاکستانیو چارواکو په شمول له خپلو جنګیالیو او مرکزونو څخه په ښکاره لیدنې وکړې، چې د افغان ولس سخت غبرګونونه یې را وپارول.
که څه هم طالبانو ژمنه کړې وه چې جګړه به بندوي خو اوس د افغانستان د پلازمینې په ګډون په ګڼو ولایتون کې نژدې هره ورځ بمې چاودنې او نښتې رامنځ ته کیږي چې ټوله مرګ ژوبله یوازي افغانانو ته پکښي اوړي تر اوسه هم طالبان د افغان حکومت او ولس لخوا د اوربند وړاندیز نه مني حال دا چې حکومت او ولس یوازي د جګړې دریدل غواړي خو دې موخې ته رسیدل ځکه ګران دي، چې طالبان لا هم په جګړه ټینګار لري.
د پاکستان له لوري په مهم وختي داسې ژمنه ورکول به پایلې ولري که نه خو یو شمېر هېوادونه په افغان سوله کې د پاکستان هېواد دریځ او ګډون حتمي بولي.
فروزان سیرت

Comments