د طالبانیزم پروژه؛ د پاکستان اعتراف او تردید / ذبیح الله جبارخیل

comments 0

تېره اوونۍ د پاکستان ملکي او نظامي حکومت د افغانستان په تړاو دوه مهمې غونډې درلودلې چې دواړو غونډو کې په دې اعتراف شوی چې طالبانیزم څخه به پاکستان دومره ګټه نه وي پورته کړي، لکه څومره یې چې تاوان کړی دی.
د پاکستان حکومت د ترهګریزې پالیسي ټول مخالفین هم په دې ټينګار لري چې د طالبانو په تمویل او ملاتړ چې افغانستان کې یې تاوتریخوالی زیات کړی، پاکستان به دومره ګټه نه وي کړې، لکه تاوان یې چې کړی دی.
په دې د پآکستان حکومت زیاتو مهمو چارواکو اعتراف کړی چې طالبان د دوی ملیشې دي او افغانستان کې د دوی د ګټو لپآره جګړه کوي.

پارلمان ته د عمران خان وینا او اعتراف
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چهارشنبې په ورځ د پآکستان پآرلمان کې وینا درلودله او ۱۴ دقیقي یې یواځې په دې خبرې کړي چې افغانستان کې د طالبانو او ترهګرو تمویل پاکستان ته ګټه نه ده کړې، بلکې ډير تاوان یې ورته کړی او دا د پآکستان لپآره د خجالت خبره ده.
عمران خان په پارلمان کې په واضح ټکو وویل چې د پآکستان د وخت حکومت دا ډير احمقانه کار کړی چې له امریکا سره د افغانستان جنګ کې شریک شوي دي، دا زما په عمر کې د شرم او ذلت کار و چې پرویز مشرف په دې جګړه کې ځان ښکیل کړ، له یوې خوا یې طالبانو سره همکاري کوله، له بلې خوا یې امریکا سره همکاري کوله، له یوې خوا یې طالبانو سره دښمني کوله او بربنډ یې په امریکا باندې خرڅول، له بلې خوا یې امریکا سره دښمن کوله، طالبان یې تجهیز کول او د امریکا پرضد یې جنګول.
د عمران خان خبرې ډيرې واضح وي، دا چې لامل یې څه و، خو هغه په ښکاره د پاکستان پوځ او استخباراتو هغه پالیسۍ وننګولې او د شرم وړ یې یادې کړې چې افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره جوړې شوي او د دې پالیسیو د تطبیق لپآره له طالبانو څخه کار اخیستل کیږي.
عمران خان په خبرو کې ویلي چې پرویز مشرف په پآکستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له امریکا ډالر واخیستل او په بلد کې یې امریکایي ځواکونو ته اجازه ورکړه چې پآکستان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړي، په دې بریدونو کې زموږ زیات پښتانه ووژل شول، پښتانه یې دښمنۍ ته اړ کړل او مقابل کې یې زموږ زیات شمېر پوځیان ووژل. نو ویلی شو چې په دې جګړه کې دواړو خواوو ته موږ ووژل شول او دا زموږ د ناسمو پآلیسیو پایله وه چې شاوخوا ۷۰ زره پآکستانیان په دې جګړه کې وژل شوي دي.
عمران خان ویلي چې د وخت حکومت هغه وخت عامو خلکو ته هم فریب ورکو، له یوې خوا یې امریکا سره ښکاره دښمني اعلان کړې وه، د هغوی پرضد یې ترهګر مسنجم کول، امکانات یې ورکول او له بلې خوا یې امریکا سره په پټه تړون کړی و چې کولی شي قبایلي سیمو کې هوایي بریدونه وکړي، د وخت حکومت دا کار له عامو خلکو پټ کړی و او خلکو ته ویل کیدل چې دوی له دې بریدونو نه دي خبره. واضح خبره دا ده چې د پيسو په بدل کې به چې امریکا هر څه وغوښتل، پاکستان به هغه کار کو او دا کار مشرف کړی دی.
عمران خان وویل چې دا څومره د شرم خبره ده چې خپل خلک مو امریکا ته لاس نیولي ورکړل او د ګوانتنامو زندان کې یې زندانیان کړل، دا خلک د پيسو په بدل کې امریکایانو ته ورکړل شول او په دې سره مو د خپلو خلکو عزت لیلام کړ او یا مو ووژل. د دې ټولو لامل دا و چې زموږ پالیسیانې سمې نه وي.
عمران خان ویلي چې زه د ټولو هغو پالیسیانو خلاف یم چې په اساس یې افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی دوام پيدا کوي، هغه ویلي چې اقتصادي فکر لري او د جګړې پرځآی افغانستان کې د سوداګرۍ پراختیا په لټه کې دی چې کولی شي، د افغانستان له لارې تاجکستان او ازبکستان سره سوداګري او راکړه ورکړه پراخه کړي.
هغه په دې هم اعتراف وکړ چې امریکا ترې په خپله خاوره کې پوځي اډې غوښتی چې له دې اډو به افغانستان کې پر ترهګرو ډلو باندې هوایي بریدونه کوي، عمران خان ویلي چې له امریکا سره په دې برخه کې مخالف و او د اډو له ورکړې څخه یې انکار کړی دی.
عمران خان په خپلو خبرو کې په ښکاره ویلي چې پآکستان د خپلو ناسمو پآلیسیو له کبله دنیا کې ذلیله دی او باید له تیرو ناسمو تجربو څخه زده کړه وشي او نور له هغو پالیسیو راوګرځي چې په اساس یې پاکستان ته دښمنۍ جوړیږي.

د پاکستان پآرلمان سره د پوځي او استخباراتي ادارو د مشرانو غونډه
د عمران خان له غونډې دوه ورځې وروسته د جمعې په ورځ د پآکستان استخباراتي او پوځي مشرانو د پآرلمان له وکیلانو سره د دروازو ترشا ناسته وه چې پکې د افغانستان په تړاو خبرې شوي دي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه په دې غونډه کې ویلي چې اوس مهال پاکستان د افغان طالبانو پروړاندې هر ډول حربه استعمال کړه، خو هغوی اوس د پاکستان خبره نه مني. د سولې په خبرو کې طالبان اوس هغه پریکړې کوي چې د طالبانو خوښه وي او پآکستان ته پکې ډير ارزښت نه ورکوي، خو د پاکستان پوځ دا خبرې د ځینو وکیلانو له پوښتنې او غبرګون سره مخ شوي او دا یې له مسوولیت تښته بللې ده، ځینو وکیلانو ویلي چې که پاکستان وغواړي، په یوه ورځ کې طالبان اوربند ته چمتو کولی شي، ځکه د طالبانو ریموټ د پآکستان د نظامي حکومت په لاس کې دی او هر کله یې هر ډول نڅولی او درولی شي.
د پآکستان د پوځ مشر په دې ناسته کې ویلي چې افغان حکومت سره د پآکستان همکاري واضح ده، خو بیا هم د افغانستان حکومت چارواکي د پآکستان ضد څرګندونې کوي او وضعیت خرابوي. خو د دې خبرې په ځواب کې ځینو وکیلانو ویلي چې پاکستان دې په عمل کې وښيي چې کومه برخه یې څه همکاري کړې چې افغانان او نړۍ په دې خبره باندې پوه شي.
د پآکستان د پوځ مشر ویلي چې د دې امکان شته چې طالبان به بیا کابل په زور و نیسي، پاکستان ته پکار ده چې د طالبانو د واکمنۍ سره څه کوئ؟‏که طالبان بیا واکمن شي، د کورنۍ جګړې امکان شته، نو له دې سره یو ځل بیا پاکستان ته د افغان مهاجرینو د راتګ امکان شته، او په دې سره به د پآکستاني طالبانو ډله پياوړې شي.

د پآکستان د نظامي او ملکي چارواکو د ضد نقیض څرګندونو تحلیل
د پآکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه په خپلو خبرو کې هم پر طالبانو باندې له خپل نفوذ منکر شوی او هم یې اعتراف کړی چې طالبان د دوی خلک دي او د دوی له امر او لارښوونې پرته کوم کار نه کوي.
تاسو د عمران خان پورتنی خبرې او د پوځ مشر خبرې پرتله کړئ، درته به مالومه شي چې د پآکستان د ملکي او نظامي حکومت په خبرو او دریځ کې څومره توپير لیدل کیږي.
عمران خان دا هر څه ګوري، ورته مالومیږي چې د طالبانو په ملاتړ او تمویل کې پاکستان رول ادا کړی، تاوان یې پکې کړی او نور نباید دا رول ادا شي، هغه په اقتصادي او سوداګرۍ برخه باندې ټینګار کړی دی، خو د پاکستان د پوځ مشر څرګندونې بیا داسې دي چې ته به وایي ، رښتیا هم دوی طالبانو سره کومې اړیکې نه لري.
د ملکي او نظامي حکومت توپير دا دی چې ملکي حکومت هیڅ له طالبانو سره د اړیکو نه دی خبر او یا ځينو برخو کې پوهیږي چې طالبان د دوی لپاره څه کوي او څومره امکانات ورکول کیږی، خو پوځ بیا په دې هر څه خبر دی او هغه پالیسي چې د افغانستان لپآره یې جوړه کړې، هر ځل یې له طالبانو څخه راپور غواړي چې څومره یې تطبیق کړې ده.
پای

Comments