د طالبانو یو مهم کس نیول شوی

comments 0

هندوکش – بغلان: د بغلان لپاره د طالبانو د مرستیال والي قاري بختاور زوی ونیول شو.
له ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طارق په نوم دغه طالب وسله وال يې تېره ورځ پلخمري ښار کې نیولی دی.
خبرپاڼه لیکي، چې نیول شوي کس په دهنه غوري او مرکزي بغلان ولسوالیو کې زیات شمېر ماینونه ځای پر ځای کړي و او په دې برخه کې يې ځانګړی مهارت درلوده.
ملي امنیت ویلي طارق نومي کس ته د ډیورنډ کرښې هغې غاړي زده کړې ورکړل شوې وې او بغلان ته یې د بریدونو په موخه استولی و.
نجیبه سروری

Comments