د طالبانو یو قومندان له وسلو سره نیول شوی

comments 0

هندوکش – ننگرهار: د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو په مومندرې ولسوالۍ کې هغه طالب قومندان نیولی چې وسلې او بیرغونه یې له یوې سیمې څخه بلې ته لیږدول.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې طالب قومندان حنیف الله نومیږي چې په پړق مشهور دی او د مومندرې ولسوالۍ په باسول سیمه کې نیول شوی دی.
له پړق سره درې میله وسلې او ۵۵ بیرغونه نیول شوي او په لومړنیو څېړنو کې یې په خپل جرم اعتراف کړی دی.

فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply