د طالبانو یوځای راټولیدنه سخته شوې/ منان توحیدیار

comments 0

له کومې ورځې چې افغان هوايي ځواک امکانات پیدا کړي او د هوایي بریدونو صلاحیت او توانمندي یې پيدا کړی، له همغې ورځې د طالبانو ورځ بده شوې او نه شي کولای چې په یوځای راټول او د لویو غونډو تابیا ونیسي او د بریدونو او جلب جذب پلانونه پکې تطبیق کړي.
طالبان چې اوس هره سیمه کې تر څار لاندې دي او یو ځای راټولیدنه یې ډله ییزه وژنه ده، اوس له نورو لارو غواړي چې یو ځای راټول او په یوه او بله پلمه لویو غونډو کې برخه واخلي او لوی بریدونه پلان کړي.
طالبان اوس تر خپل واک لاندې سیمو کې له دیني مدرسو کار اخلي، د طالب العلمانو منځ ته ځي او هلته نور طالب مشران راځي او خپلو کې سلامشورې کوي چې څه ډول بریدونه پلان کړي.
ولې په مدرسه برید
د دوشنبې په ورځ غرمه مهال د کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې په یوې مدرسه برید وشو، په اصل کې د مدرسو د فراغت ورځې دا نه دي، د مدرسو د فراغت ورځې د شعبان په میاشت کې یانې د روژې له میاشت پنځلس ورځې وروسته دستار بندي کیږي، خو دا چې طالبان دیني مدرسې د ځان په ګټه کاروي، نو یې د مدرسې د فراغت په پلمه لویه غونډه جوړ کړې وه او دطالبانو لوړپوړي چارواکي يې دعوت کړي و.
د کشفي راپورونو په اساس، د کندز دشت ارچي ګوجرو مدرسه کې تېره ورځ د طالبانو سرکرده کسان راټول شوي و چې د اوړي د جګړې لپاره پلان برابر کړي او هر چاته خپل مسوولیتونه وسپاري، طالبانو ځکه دیني مدرسه د غونډې لپاره انتخاب کړې وه چې په نورو ځایونو کې د غونډو کول ورته د مرګ په بیه تمامیږي.
طالبان په مدرسو کې غونډې د دې لپاره کوي چې دیني مدرسو ته افغان ځواکونه ارزښت ورکوي او ورته مقدس ځایونه دي چې له بریدونو کولو ډډه ترې کوي، خو طالبان دا کارددې لپار کوي چې غونډه یې ډاډه او پرامنه وي.
طالبانو تل ملکي وګړي د سپر په توګه کارولي او لا یې هم کاروي، طالبانو جګړه په کلیو کې متمرکزه کړې او هر هغه ځای کې غونډې نیسې چې زیات ملکي وګړي یې شاوخوا ته وي، طالبان دا کار د دې لپاره کوي چې له یوې خوا برید پرې و نه شي او که برید پرې وشي، زیات ملکي وګړي پکې وژل کیږي چې د دولت بدنامي او د طالبانو د جګړې لپاره پلمه پیدا کیږي.
دکندز په برید کې د کویټې شورا مهم غړی ملا بریال او دغه راز د شمالي ولایتونو نظامي مسوولین، والیان او قومندانان پکې شامل دي چې ټول یو ځای راټول شوي و، په دې برید کې ملکي وګړو ته هم زیان اووښتی خو دا ملکي وګړي طالبانو د خپل ځان ساتنې لپاره قرباني کړي دي.
افغان دولتي ځواکونه تل په جګړه کې د ملکي وګړو ژوند ته زیات پام کوي او هیڅکله نه غواړي چې د طالبانو لپاره ملکي وګړي هم قرباني کړي، خو دا چې د کندز برید بهرنیو ځواکونو کړی نو افغان ځواکونه پکې هیڅ ملامت نه دي او بهرنیو ځواکونو په دې برید کې زیات طالب قومندانان له منځه وړي دي.
اوس چې د برید قربانیان ملکي وګړي دي، ټولنیزو رسنیو کې یواځې د څو ماشومانو عکسونه ښکته پورته کیږي، خو د طالبانو د مهم مشرانو په اړه څه نه ویل کیږي چې په امر یې سلګونه بې ګنا خلک وژل شوي او ټپيان شوي دي.
تر هغې چې طالب پردی ټوپک له اوږې نه وي کوز کړی او تر هغې چې طالب د ملکي وګړو له کورنو د سنګر کار اخلي، ملکي وګړي به د طالبانو د جګړې لپاره قرباني ورکوي او دا لړۍ به دوام لري.
نو ښه خبره دا ده چې ملکي خلک په خپلو سیمو کې طالبانو ته اجازه ور نه کړي چې لوی غونډې جوړې کړي، ځکه طالبان تر څار لاندې دي او هر ځای چې یو ځای راټولیږي له منځه به ځي او هيڅ ډول پلان جوړولو ته به نه پريښودل کیږي.

Comments