د طالبانو ړندې مرمۍ/ جلال الدین حقیار

comments 0

طالبان له کلونو راهیسې ړنده جګړه کوي او خپلو هدفونو لاس ته راوړلو او فشارونو اچولو لپاره هر ډول وحشت او دهشت چې زړه یې وغواړي کوي یې.
تاسو به اوریدلي او یا لیدلي وي چې د طالبان د سړک غاړې ماینونه، ځانمرګي بریدونه، مخامخ جګړې او هاوان مرمیو کې څومره ملکي وګړي قرباني ورکوي.
دا ټولې پېښې هغو سیمو کې کیږي چې طالبان پکې فعالیت لري، یواځې ځانمرګي بریدونه د طالبانو سیمو کې نه کیږي، نور ماین چاودنې او هاوان ړندې مرمۍ ټولې د طالبانو سیمو کې کیږي.
جالبه دا چې که د هاوان مرمۍ په پوسته او یا کوم دولتي ځای باندې ولګیږي، بیا یې طالبان مسوولیت مني، خو کله چې د ملکي وګړو په کور باندې ولګیږي، بیا یې دا ډله مسوولیت نه مني او برعکس پر افغان ځواکونو باندې مسوولیت اچوي.
د سړک غاړې ماینونه هم د طالبانو د جګړې تر ټولو مهم تکتیک دی او زیات تمرکز پر دې لري چې د فعالیت هر ځای کې د سړک غاړې او لارو کې ماینونه ځای په ځای کړي، که دا ماین پر افغان ځواکونو چاودنه وکړي، طالبان یې مسوولیت مني، خو که پر ملکي وګړو یې چاودنه وکړه، بیا ځان غلی اچوي.
تر ډيره اوس عام افغانان په دې پوهیږي چې د سړک او لارې پر سر ماین طالب ږدي او که هر څوک یې قرباني کیږی، مسوولیت یې پر طالب دی.
طالب له هیڅ دریغ نه کوي، تاسو لیدلي چې د هغو ځآنمرګو بریدونو مسوولیت یې منلی چې ان سلګونه ملکیان پکې وژل شوی او ټپيان شوي، خو طالبانو په ډير افتخار مسوولیت منلی او قربانیان یې ټول جاسوسان، مزدوران او اجیر یاد کړي دي.
تازه مې د افغانستان رسنیو کې یو خبر ولوست چې د پروان ولایت سیاه ګرد ولسوالۍ کې د طالبانو د هاوان یوې مرمۍ د درې کسانو ژوند اخیستی او پنځه نور یې ټپيان کړی دي.
هلته خلکو لیدلي چې مرمۍ له هغې سیمې توغول شوې چې طالبان پکې فعالیت لري، خو طالب یې مسوولیت نه دی منلی، برعکس یې رد کړي، لامل دا دی چې قربانیان ملکي وګړي دي.
خلکو لپاره همدا د حیرانۍ وړ ده چې څنګه طالب په خپلو سیمو کې له ماین چاودنو منکر کیږي چې ملکي وګړي پکې وژل کیږي، خو ښارونو کې د ټولو ماین چاودنو مسوولیت اخلي چې د ملکي وګړو تر څنګ په کې دولتي مامورین او یا نظامي ځواکونه په نښه کیږي.
که د طالب جګړه کې ړانده ماینونه او ځانمرګي بریدونه نه وی، طالب به چا په هیڅ ځای کې نه وی حساب کړی.
خو دا چې دا ډله د فشار او امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره هر ډول وحشت کوي، نو ښه لار ورته دا ښکاري چې هر ځای ماین کیږدي او پر یو چا چاودنه وکړي، یا هر ځای ځانمرګی او موټر بم چاودنه وکړي چې زیات خلک قرباني کړي او پر حکومت د سولې د خبرو فشار راشي.
حکومت سولې راوستو او جګړې د بس لپاره ډير انعطاف ښودلی، خو طالب دوه قدمه مخکې د سولې لپاره نه راځی، لامل دا دی چې طالب قراردادي قاتل دی او قاتل هیڅکله په سوله کې ژوند نه شي کولی، د جګړې له درکه عواید لري او هڅه یې دا وي چې په یوه او بله پلمه باندې د سولې خبرې سبوتاژ کړي او جګړه دوام پيدا کړي.

Comments