د طالبانو چاودنه کې ملکیان قرباني شوي

comments 0

هندوکش – هرات: د هرات اوبې ولسوالۍ کې چاودنې د ولسوال په ګډون پنځه ویشت کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، چاودنه هغه مهال شوې چې د اوبې ولسوال له سیمې د تیریدو په حال کې وو.
چاودیدوونکي توکي په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو.
چاودنه کې یو ماشوم او یو بل کس وژل شوي او څورالس کسان یې ټپیان کړي دي.
د ټپیانو په ډله کې د اوبې ولسوال رحم الدین سرورزی هم شامل دی
خو د هرات د عامي روغتیا رئیس داکترعبدالحکیم تمنا وايې تراوسه د دغه پيښې څخه پنځه مړي او شل ټپیان د اوبې ولسوالۍ روغتیايی مرکز ته انتقال شوي
نوموړی وايې ښايي دغه پيښه کې د اوښتي مرګ ژوبلې کچه وروسته لوړه شي.
امیر حسین سلجوقي

Comments