د طالبانو په ماینونو کې ګن شمیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – غزني: د غزني ولایت رسنیز دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې غزني کې د ځای پر ځای شویو ماینونو د چاودنو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون (۱۹) ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې دا پیښې د وسله والو طالبانو لخوا د روانې مرغومي میاشتې په ۲ مه، ۴ مه، ۷ مه او ۹ مه نیټه د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په شاخوګ او دري نوري یې هم د مرکز اړوند له ده یک او اندړو ولسوالۍ سره پر پوله په آرزو سیمه کې رامنځته شوي دي.
سرچینه لیکي چې د یادو پیښو په ترڅ کې یې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي کسان شهیدان او د یوه ماشوم په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي دي.
شاه رسول غزنوي

Comments