د طالبانو په خښ شوي ماین ملکي وګړي وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار پولیس وایي، ارغنداب ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې یو ملکي وګړی وژلی دی.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا درانی وایي، ماین د وسله والو طالبانو له لوري د افغان ځواکونو لپاره ځای په ځای شوی و چې په ملکي وګړو الوتی او یو تن یې وژلی دی.
پېښه تېره شپه شوې چې نور چاته پکې زیان نه دی اووښتی.
د یو بل خبر له مخې په معروف ولسوالۍ کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيآن دي.
طالبان په یوه نښته کې وژل شوي چې د یو سیمه ییز قومندان هم پکې شامل دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply