د طالبانو په جامه کې د ايران او پاکستان مزدوران / وقار الله دیدار

comments 0

دا نوې خبره نه ده چې ايران د طالبانو افراطګر او قاتل وسلوال روزي. د طالبانو په اصطلاح هغه( قطعه سریع) يا په عام ډول سره قطعه يې د پاکستان پنجابيانو روزل، او په اول سره کې بېخي د دې تروريستي ډلې ټول افراد د پاکستان پوځيان ول، چې دلته يې په مجهزو وسلو سره د افغانستان پر خاوره او ولس بريدونه کول.
اوس دا دی نويو راپورنو په ډاګه کړل چې د طالبانو هغه تر ټولو ظالم او د ولس قاتل وسلوال ايران روزي. په فراه او هلمند کې د اوبو د مديريت وروستيو اقداماتو ايران سخت وارخطا کړی، ځکه يې له طالبانو سره اړيکې تازه کړي، او د پيسو د ورکولو ترڅنګ يې ترويست افراد هم روزي.
دا په اصطلاح د طالبانو جهاد دی چې ايران او پاکستان کې يې روزنه کوي، بيا يې افغانستان ته د ولس پر ضد جګړې ته را لېږي. دا موضوع د فکر وړ ده چې طالبان ولې د ايران او پاکستان په دستور په افغانستان کې د جهاد تر نوم لاندې جګړه کوي؟ ولس بايد فکر وکړي چې روانه جګړه نه جهاد دی، نه مقدسه ده.
دا د ايران او پاکستان د ګټو جګړه ده. هغه ګټې چې د افغانستان په تباهۍ کې يې ايران او پاکستان لټوي. تاريخ شاهد دی چې ايران او افغانستان له وخته زموږ د ولس او خاورې مضر دښمنان دي. دوئ هيڅکله نه غواړي چې افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي، اقتصادي، سياسي او پوځي بسټونه يې جوړ شي.
تاسې بايد پوه شئ چې جګړه په خورا غټو پيسو کېږي. درانه لګښتونه غواړي. مرمۍ، رهبريت، او امکانات غواړي. طالبانو دعوه کړې چې له ټولې نړۍ سره جنګيږي. دې داعيې ته ځير شئ چې دوئ دا وسلې، موټرونه، مهمات او امکانات له کومه کوي؟ ايا داسې يوه بې سيواده، جاهله، او تروريستي ډله له بشپړې نړۍ سره جنګېدلی شي، چې نه د وسلو فابريکه لري، نه وسايل جوړولی شي، نه رسمي نمايندګي لري، او نه پيسې لري؟
طالبان له ټولې نړۍ سره د چا په پيسو، د چا په امکاناتو، او د چا په وسايلو جنګېږي؟ يو عقل دی، يو حماقت دی. د طالبانو جنګي افراد د عقل پر ځای د حماقت دلايل وړاندې کوي. وايي: زموږ سره د خدای نصرت راسره دی، ته به وايې چې دا خدای پاک يواځې د دوئ دی، يا دا جګړه او استخباراتي لوبې نه ګوري.
د خدای نصرت، خو له هغه چاسره ورسره وي، چې د مسجد، ولس، ښار او وطن ساتنه کوي. له داسې چا سره د خدای(ج) نصرت څنګه ورسره وي، چې اول بريد يې د خدای پر کور وي. طالبان په مسجدونو کې بريدونه کوي، بيا دعوه کوي چې زموږ سره د خدای نصرت راسره دی. ايا دا عقل مني چې د خدای پر کور له بريد کوونکو سره د خدای نصرت ورسره وي؟
دا روانه جګړه چې طالبانو د جهاد نوم پر ايښی، اصلا، د پاکستان او ايران جګړه ده. د طالب له لوري د دې جګړې هر ډز د دې وطن، او ولس پر ضد دی. طالبان دې ووايي چې په دې تېرو ۱۵ کلونو کې د دوئ جګړې، اسلام وطن، او خلکو ته کومه ګټه رسولې ده؟ اسلام پرمختګ پر وکړ، وطن پرې اباد شو، او که خلک يې په نس ماړه کړه.
د دوئ جګړه، خود دې ټولو برعکس ده. اسلام يې بدنام کړ، وطن يې وران کړ، او ولس يې په وژلو او ځورولو دربدره کړ. لا بيا هم لګيا دي، د اسلام، وطن او خلکو د خدمت دعوه کوي. تر ټولو ښه بېلګه يې د ولس له لوري د ورستيو تظاهراتو او پرلتونو په اړه ده. طالبانو يوار وويل ولس دې راجګ شي، ولس دې سوله وغواړي، ځکه دوئ ويل: له حکومت سره د سولې خبرې نه کوو.
اوس دا دی ولس راجګ شوی، حتی له هلمنده يې تر کابله پر پښو پلی مزل وکړ، د لارې په اوږودو کې يې له طالبانو سره شپې وکړې، خبرې يې ورسره وکړې، د سولې پېغامونه يې ورسره شريک کړل، مګر کله چې هغوئ له طالبانو څخه د دوئ د رهبرۍ او په اصطلاح د امير ملا هبته الله ادرس وغوښت، دوئ دپاسه پرې د امريکې د دسيسې تور پورې کړ، او ادعا يې وکړه چې دا د امريکايانو استخباراتي دسيسه ده.
طالب ته په افغانستان کې د سولې په هدف ولسي حرکتونه د امريکا دسيسه ښکاري. د سلګونو ديني عالمانو غونډه، د ناټو لوبه ګڼي. د مکې مکرمې د ملا امام له لوري د افغانستان د جګړې د ختم پېغام دسيسه ګڼي، د اندونيزيا د ديني عالمانو ناسته يې دسيسه وګڼله، يانې په ټول هېواد کې طالب د سولې په اړه د هيچا غوښتنه نه مني او هر څوک چې سوله وغواړي دوئ يې دسيسه ګڼي.
طالبان يواځې جګړې ته د تقدس په سترګه ګوري. نه د خدای حکم مني، نه د پېغمر. نه د خلکو غوښتنه مني، نه د حکومت وړانديز. نه د ديني علماء فتوا مني، نه د وطن د ميندو او خويندو فريادونه. طالب يواځې د پنجاب د جګړې فتوا مني، هغه چې د دې وطن د تباهۍ او ويجاړۍ لپاره ليکل شوې. ولس دې د طالبانو د جګړې په ماهيت پوه شي، چې دا جګړې د اسلام، خلکو او وطن پر ضد ده. د دې جګړې جګړه مار ايران او پاکستان روزي، بيا يې د جهاد لپاره دلته رالېږي.
دا جهاد يې يواځې دلته، فرض کړی دی. د ايران او پاکستان ساقي خانې، رنډۍ خانې، بې اسلاميتوب، فحاشت، او هلته يې د اسلام نه حاکميت هېر کړی دی.

Comments