د طالبانو په برید کې ۱۱ ماشومان وژل شوي دي

comments 0

2 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار امنیه قوماندانې نه په یوه خبرپاڼې کې راغلي چې د طالبانو په ځانمرګي برید کې ۱۱ ماشومان وژل شوي او د پنځو بهرنیو سرتیرو په ګدون 16 نور ټپیان شوي دي.
چاودنه د یاد ولایت په دامان ولسوالۍ کې د بهرنیو سرتیرو هډې ته نژدې په 8 کیلومتره کې ترسره شوې ده.
د کندهار امنیه قوماندانې خبرپاڼې پر بنست ، برید شاوخوا غرمه مهال ۱۱ بجې د بهرنیو ځواکونو د ګزمې پر یوه زغروال ګاډي شوی.
د پیښې مسوولیت تردې دمه کوم ډلۍ په غاړه نه دې اخیستې خو د یادونې وړ ده چې د کابل ښار وروستي دوو چاودنو مسوولیت داعش ترهګړې ډلۍ په غاړه اخیستې ده.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments