د طالبانو پر یوې غونډې برید شوی

comments 0

هندوکش – غزنی: غزني کې افغان هوايي ځواک د طالبانو پر غونډې برید کړی اوه ویشت طالبان یې وژلي او څوارلس نور یې ټپیان کړي دي.
د غزني امنیه قوماندان فرید احمد مشعل وايي، برید د طالبانو پر یوې غونډه تیره شپه ناوه ولسوالۍ کې شوی دی.
امنیه قوماندان وايي برید کې وژل شوي او ټپیان ټول طالبان دي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ویل کیږي طالبانو په دې غونډه کې د بریدونو او تشکیلاتو لپاره پلان جوړو چې کشفي ارګانونو له کشف وروسته پرې برید کړی دی.
شاه رسول غزنوي

Comments