د طالبانو پر سیاسي دفتر بیرونی فشار/ نوید احمد څرک

comments 0

دا مالومه شوې چې طالبان خپلواک نه دي او کلونه جګړه کې یې د بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان څخه امکانات ترلاسه کړل او د هغوی د نامشروع ګټو خوندی کولو لپاره یې افغانستان وران کړ او زرګونه افغانان یې قرباني کړل.
تراوسه رسمي مالومات نشته، خو په اوسط ډول هر کال لس زره ملکي وګړو ته د طالبانو بریدونو کې مرګ ژوبله اووښتي.
نو له دې یې پرتله کړئ چې طالبانو دا هر څه د واک ترلاسه کولو، د جګړې دوام لپاره وکړل او بیا یې نوم د جهاد او اسلام ورکو.
طالبانو ته اتلس کاله د جګړې امکانات چا ورکول؟
د طالبانو پلویان دې همدا ځواب پیدا کړي چې دا امکانات له اسمان راتلل او فرښتو ورسره همکاري کوله.
دا امکانات چې د جګړې لپاره ورکول کیدل، طالبانو یې په بدل کې هېوادونو ته څه ورکول، یا هېوادونو له طالبانو کوم فرمایشونه درلودل.
ښکاره خبره ده چې هیڅ هېواد له هیڅ ډلې سره پرته له کومې معاملې مرسته نه کوي او نه هېوادونه په افغانستان کې د جهاد وږي او تږي دي.
بهرني استخبارات په ځانګړي ډول پاکستان او وروستیو کلونو کې روسیه او ایران هغه هېوادونه و چې د افغانستان د جګړې لپاره یې طالبانو ته وسلې او پيسې ورکړې او د دې لپاره چې امریکا ماته او افغان حکومت کمزوری کړي، جګړې ته دوام ورکړ.
اوس چې د سولې خبرې تودي شوي، دې هېوادونو د طالبانو له سیاسي ډلې سره مستقیم تماس نیولی، لومړی یې له امریکا سره هوکړه کې پرې ځینې فرمایشونه ومنل، لکه د بهرنیو ځواکونو وتل.
اوس چې افغان حکومت سره طالبان د مذاکرې په درشل کې دي او دواړه لوري تابیا نیسي، دا هېوادونه د طالبانو سیاسي دفتر سره تماس کې دي او هر ډول د فشار استفاده کوي چې فرمایشونه یې پر ځای شي.
د دې هېوادونه یواځینی غوښتنه دا ده چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان ووځي، او افغانان دې خپل منځ کې پريښودل شي چې څه کوي.
په دې سره به دا هېوادونه په ګډه طالبانو ته وسلې ، مهمات او پيسې ور زیاتې کړي او اوسنی نظام به پرې ړنګ کړی.
دا د افغان دښمنه هېوادونو نقشه ده چې د افغانستان لپاره یې جوړه کړې ده، خو افغانان هیڅکله نه غواړي چې بیا پرې طالبان مسلط شي.
افغان دښمنه هېوادونه او په ځانګړي ډول پاکستان په دې پوهیږي چې طالبان اوس د خلکو لپاره د منلو نه دي، خو د دوی هدف دا دی چې که طالبان میدان ته راشي د افغانانو یوه لویه برخه یې مقابل کې دریږي او افغانان بیا خپلمنځي جنګ کې لویږي.
به دې سره د دوی لوی هدف دا دی چې افغانستان تجزیي خواته یوسي، قومي او مذهبي جګړې پکې رامنځ ته کړی او له دې لارې هر هېواد خپله برخه نامشروع ګټې خوندی کړي.
خو انشاءالله چې د هیڅ هېواد دا ارمان به و نه وځي، لکه افغانانو چې د جمهوریت لپاره قربانۍ ورکړي، تیار دي چې نورې قربانۍ ورکړي او د طالبانو د نظام مخه ونیسي.

Comments