د طالبانو وړو ډلو راتلونکی

comments 0

وروسته له هغې چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله هلمند ولایت ته سفر وکړ او د پاکستان د څارګرې ادارې په دستور یې خپل پلویان له داعش سره د جګړې منع کړل او د ګډ هدف تعقیبولو امر یې وکړ، ځینو طالب مشرانو له جګړې لاس اخیستې او ځینې هغه چې جګړه کې یې ګټه ده او یا یې د شخصي دښمنۍ لپاره پالي، اوس هم د جګړې په ډګر کې دي او مجبور دي چې له داعش سره د ګډ هدف تر څنګ له هغوی سره بیعت هم وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا له نوې تګلارې وروسته چې پاکستان پکې تر فشار لاندې دی او اوس یې یو ځل بیا له کابل سره د اړیکو جوړولو باندې کار پيل کړی، غواړي چې یو داسې اقدام وکړي چې ځان له فشار وژغوري او د امریکا او نړیوالو خوله بنده کړي.
ملا هیبت الله چې د طالبانو د پروژيي جګړې مشري کوي اوس د پاکستان د سپیناوي لپاره خپلې ډلې یو داسې مسیر ته هڅوي چې نور طالب مشران پوهیږي راتلونکی یې خطرناک دی.
د ملا هیبت الله له دې پریکړې سره ځینو طالب مشرانو مخالفت ښودلی او د لارې جلا کولو باندې فکر کوي او ځینو خو یې په نورو هېوادونو کې سیاسي پنا غوښتي.
تر ټولو خطرناکې پایلې د طالبان وړو ډلو ته دی چې د مشرانو په لارښوونه یې وطن وران کړی، ولسونه یې زورولي او شخصي دښمنۍ یې اخیستي، دا ډلې اوس په دې فکر کې دي چې کومې جنګي ډلې کې ځان مدغم کړي چې راتلونکی یې تضمین شي.
له هغې ورځې چې د طالبانو د ماتې خبرې کیږي، پآکستان حاشيي ته شوی او د سولې د خبرو لپاره پرې هیڅ تمرکز نشته پاکستان پرطالبانو فشار راوړ چې لوی بریدونه وکړي چې د دوی رول بیا حیاتي شي او یو ځل بیا کابل اسلام اباد ته کیني چې د سولې امتیاز ورکړي.
طالبان ځکه پرته له کومې دمې د پاکستان خبره مني چې هملته یې کورنۍ میشتې دي او له همغه ځایه تغذیه کیږي، که طالب مشران دا کار و نه کړي، ورځ یې بده ده او یوه ورځ هم نه شي کولای په افغانستان کې جګړه پرمخ یوسي.
پاکستان له امریکا سره په همغږۍ ملا منصور د همدې لپاره وواژه چې د سولې هڅې یې کولې او په دې برخه کې یې له پاکستان دخلاصون هڅه کوله، ملامنصور په وروستیو کې پوه شوی و چې پاکستان پرې هر کله دلالي کوي او راتلونکي کې به هم همدا وضعیت وي.
ملا منصور ایران او روسيي ته مخه کړه چې په پاکستان یې تکیه کمه شي، خو پاکستان ورته سمدستي ځای ناستی پیدا کړ چې د پاکستان اوامرو ته ژمن دی او ملا منصور یې په کویټه کې د امریکا په برید کې وواژه.
ملا هیبت الله د پاکستان په کراچۍ او اسلام اباد کې اوسیږي او هلته د څارګرې ادارې دستور افغانستان ته رالیږي او دلته پرې افغانان وژني، خو اوس چې د طالبانو سرکرده مشران په هر څه پوه شوي له جګړې د تيښتې لار لټوي او وړې خپل راتلونکي ته انديښمن دي چې چرته لاړ شي او یاکومو ډلو کې ځانونه مدغم کړي.
لیکوال : سید عبدالله پاچا


لیکنې د لیکوالانو خپل نظر دی هندوکش يي هيڅ ډول مسوليت نه اخلي

Comments

Leave a Reply