د طالبانو نښه ویشتونکی ووژل شو

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند نادعلي، ګرشک او سنګین ولسوالیو کې پیل شوي عملیات اوس هم دوام لري.
تازه د دوه سوه پنځلس میوند قول اردو له لوري خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې هوايي ځواکونو د طالبانو نښه ویشتونکی په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.
سرچېنې لیکلي عملیاتو کې دیارلس کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه د ملي اردو لخوا کشف او خنثی شوی او د طالبانو څلور پټنځایونه او درې خندقونه هم له منځه تلي دي
سرچېنې خپل لور ته د مرګ ژوبلې اوښتو یادونه نه ده کړې او طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ننګیالې کوهنورد

Comments