د طالبانو نوې ډلې طالب مشران کمزورې او نفاق اچونکي ګنلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې تازه خپور شوي شپې پاڼې مونډل شوي چې پربنسټ یې د ملا منصور د پلويانو په نوم د وسله والو طالبانو د يوې نوې ډلې د رامنځته کېدو ښکارندويي کوي.
شپې پاڼې چې د ننګرهار ولایت په خوږیاني، پچیراګام، چپرهار او یو شمر نورو ولسوالېو کې خپور شوي د طالبانو پر اوسنۍ رهبرۍ یې نيوکې کړي او د طالبانو اوسني مشران یې ناکاره او نفاق اچونکي ګنلي دي.
که څه هم وسله وال طالبان یاد کار د حکومت د استخباراتو کار ګني خو دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې هم د طالب مشرانو ترمنځ د مخدره توکو قاچاق پر سر هم شخړې رامنځته شوي وو چې له امله یې د طالبانو اوسني مشر ملاهیبت الله آخند زاده څو طالب مشران له ډندو کوښه کړل.
یادې پاڼې چې پر رنګه او سريښ لرونکي کاغذ چاپ شوې او په پښتو ژبې لیکل شوي دي د ګرځنده ټيلېفون درې شمېرې، برېښناليک او د فېسبوک پاڼې ادرس هم پکې زیات شوي.
دغو پاڼو کې د ملا اختر محمد منصور ډلې ادعا کړې چې د طالبانو اوسني مشران کمزورې شوي او په دې هڅه کې دي چې د خپلو ګټو خوندي ساتلو په موخه طالبانو ترمنځ خپلمنځي ستونزي رامنځته کړي.
د ملا اختر محمد منصور د پلويانو په نوم خپره شوې دغې پاڼه کې د طالبانو له اوسنۍ رهبرۍ شکايتونه هم راغلي او ټينګار يې کړی چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې له يو شمېر طالبانو سره په دې اړه خبرې شوې دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی یاده موضوع تاييدوي او وايي، له ځينو ولسواليو داسې راپورونه ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم ځینو ولایتونو کې طالبانو پر خپل مشرانو تور پورې کړې وو چې بهرني استخبارات ته کار کوي او خپل منځي شخړو ته لمن وهي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply