د طالبانو نومول شوی ولسوال ونیول شو

comments 0

هندوکش_ جوزجان : د ملي امنیت منسوبینو د جوزجان په مرکز شبرغان کې د طالبانو یو نومول شوی ولسوال نیولی دی.

د ملي امنیت ریاست له لوري خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې مولوي عبیدالله د جوزجان د فیض اباد لپاره د طالبانو ولسوال و.

د مولوي عبید مستعار نوم حنفي ښودل شوی او د بیلابیلو ورانکارو کړنو په پلان کولو تورن دی.

مولوي عبید په خپله ولسوالۍ کې په زیاتو قتلونو او دولت ضد کړنو هم تورن دی.

عاطفه مصمم

Comments