د طالبانو نظامي کمېسیون مشر ونیول شو

comments 0

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت وایي، د هرات ګلران ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر ونیول شو.
کورنیو چارو وزارت لیکلي، د صیاد په نوم د طالبانو نظامي کمېیسون مشر یې تیره ورځ په ټپي حالت کې نیولی دی.
د سرچېنې په لیکنه د کهسان او غوریان ولسوالیو ترمنځ دشت چهارسو سیمه کې د طالبانو نظامي کمېسیون مشر د پولیسو کمین کې ټپي او وروسته ونیول شو.
صیاد په دې ولسوالۍ کې ډيرو ورانکارو کړنو باندې تورن و چې په نیول کیدو سره به یې نسبي وضعیت ښه شي.
عبید رادپور

Comments