د طالبانو نظامي مسوول ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – زابل: د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول په یو هوایي برید کې وژل شوی.
د شاجوی ولسوال وزیر جوادي وايي، برید تېره ورځ په شیخال سیمه کې شوی چې درې نور پاکستانیان هم ورسره وژل شوي دي.
په همدې ولسوالۍ کې تېره شپه بې پيلوټه الوتکې هم برید کړی و چې لس وسله وال طالبان پکې وژل شوي و.
شاجوی د زابل هغه ولسوالي ده چې د طالبانو په ګډون پاکستانیان هم د افغان دولت او خلکو پرضد جګړه کوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply