هندوکش – هرات: د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې د کرخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول ملا عبدالحق نیول شوی.
د هرات امنیه قومنداني وايي، له عبدالحق سره د هغه درې نور ملګري هم نیول شوي چې اوس تر څېړنو لاندې دي.
عملیات د کرخ ولسوالۍ په چشمه نقره او سنګ زرد سیمو کې شوي دي.
د ملا عبدالحق او ملګرو څخه یې وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.
عبدالحق په کرخ ولسوالۍ کې په ورانکارو کړنو کې لاس درلود او زیات قتلونه یې کړي دي.
امیر حسین سلجوقی
د طالبانو نظامي مسوول ونیول شو

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.