د طالبانو نظامي مسول ملا نجیب ووژل شو

comments 0

هندوکش ـ هرات: د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول ملا نجیب الله له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، تېره شپه افغان ځواکونو د بیدک په دوه لارې کې طالبانو ته کمین نیولی و چې په پایله کې یې ملا نجیب له یو بل ملګري سره وژل شوی دی.

ملا نجیب د ګلران ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول و او په زیاتو بریدونو او چاودنو کې یې لاس درلود.

د دغه کسانو څخه یو ۸۲ میلی متره توپ، یومیل آرپی جی راکټ، یومیل تفنچه دوه میله کلاشنکوفونه، دوه د وسایطو ضد ماینونه  اویوه سراچه موټر د دوي لاس ته ورغلي .

 

Comments

Leave a Reply