د طالبانو منشور، بیا به ګورو/ سید عبدالله پاچا

comments 0

طالبانو د خپل راتلونکي خیالي نظام منشور خپور کړ، خو وروسته چې خلکو پراخ غبرګون وښود، منشور یې رد کړ او دا منشور یې د خپلې واکمنۍ پر مهال د نظام طرحه یاده کړه.
طالبانو په خپور شوي منشور کې ډيرې نیمګړتیاوې درلودلې، لکه د اول او دویم ټولګې ماشومان یې چې ولیکي.
دې منشور کې احتمالي مادې داسې وې، چې لیکلي یې و، که وشو ښه ده، که و نه شو بیا به ګورو.
همدا بیا به ګورو موضوع خواله رسنیو کې خلکو راواخیسته او پراخ غبرګون یې وښود.
که د طالبانو منشور چا نه وي لوستی کولی شي، په خواله رسنیو کې یې ولولي، کټ مټ د پنجاب د یو نظام طرحه ده چې د افغانستان لپاره یې لري.
داسې طرحه چې د حقاني مدرسه کې د ای ایس ای سره په خوښه جوړه شوې، یوه شرمیدلې طرحه او منشور دی چې څوک یې د یوې ولسوالۍ لپاره هم نه جوړوي.
د طالبانو له لوري د منشور رد کیدو دوه لاملونه کیدلی شي.
لومړی دا چې طالبانو غوښتل د خلکو غبرګونونه مالوم کړي چې د دوی د منشور په تړاو یې نظر څه دی.
دا خو افغانانو ورته وښوده چې د طالبانو منشور ډير سخت رد شو او پراخ رشخند پرې ووهل شو.
بل طالبانو غوښتل چې مالومه کړي د دوی له نظريي او راتلونکي خیالي حکومت سره د خلکو لیوالتیا او نظریه څه ده.
طالبان اوس هم فکر کوي چې افغانستان د ۹۹م کلونو په څېر دی، او هیڅ نه دي بدل شوي، خو طالبان دې دا فکر له سره وباسي، افغانستان او افغانان دواړه بدل شوي دي.
افغانان هیڅکله بیا شاته نه ځي د طالبانو نظام ومني او د دوی له لوري یو منحصره واکمنۍ کې ژوند وکړی.
افغانانو جمهوریت تجربه کړ او هیڅکله حاضر نه دي چې یو ځل بیا پرې دیکتاتور نظام حاکم شي او ان د بیان ازادي پکې هم نه وي.
دا ښه شوه چې طالبانو منشور خپور کړ او د خلکو غبرګون یې ولید، دا ډول تجربې طالبانو د ځان مالومولو لپاره کولې، خو دا د جمهوریت او افغانانو په ګټه شوه.
افغانان د جمهوریت لپاره دښمنۍ او قربانۍ ته چمتو دي او هيڅکله به هغه طرحې او منشور و نه مني چې په اسلام اباد او جي ایچ کیو کې جوړ شوي وي.

Comments