د طالبانو مشهور قوماندان شیخ ابو احمد ایغوری ووژل شو

comments 0

هندوکش – بدخشان: د ماین چاودنی له امله د طالب وسله والی ډلې بهرنۍ مشر شیخ ابو احمد ایغوری او ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د وردوج ولسوالۍ د چاکرانو سیمې ځایي خلک وایي، تیره ورځ د طالبانو پټنځاې دننه یوه ماین چاودنه وکړه چې له امله د شیخ ابو احمد ایغوری په ګدون ۶ بهرنیان مړه او ۸ نور یې ټپیان شول.
د ځایي خلکو په وینا، شیخ ابو احمد ایغوری بدخشان کې د طالبانو نومول شوې والي مرستیال وو چې د بهرنیو ترهګرو چارې سمبالولې.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې د بدخشان په ځینو ولسوالیو کې بهرنیو طالبانو چې د چین له ایغور او چچن هیواد نه راغلي افغانستان کې حکومت پر وړاندې جګړه په لاره اچولې چې سیمه یې نا امنه کړې ده.
نجیبه سروري.

Comments

Leave a Reply