د طالبانو مرکچي پلاوي له افغان حکومت څخه د پاکستاني زندانیانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش ــ کابل: یوې معتبرې امنیتي سرچینې ویلي دي، چې دطالبانو مرکچي پلاوي په لومړي سر کې د هغو وسلوالو غوښتنه کړې، چې په لویو جرمونو او بریدونو کې لاس لري.
یاده سرچینه زیاتوي، چې په یادو زندانیانو کې د پاکستان هغه افسران هم شامل دي، چې په افغانستان کې د ملي امنیت له لوري د لویو بریدونو د ترسره کیدو په مهال نیول شويدي.
د سرچینې له قوله افغان حکومت د طالبانو نوموړې غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي، چې په داسې پریکړو به له سره غور وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments