د طالبانو ماین په ملکیانو چاودنه کړې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د طالبانو له لوري خښ شوي ماین چاودنې په ننګرهار کې یولس ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
یوې باوري سرچینې رسنیو ته وویل چې نن سهار شاوخوا لس بجې د غني خېلو ولسوالۍ په شېرګړ سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه .
سرچینه وایي، موټر له نازیانو ولسوالۍ غني خېلو ته په لاره و چې په یاده سیمه کې پرې چاودنه وشوه .
سرچینه وایي د یو ټپي روغتیایي حالت نازک دی.
تراوسه د چاودنې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخېستی خو ځایي خلک وایي، طالبانو ماین ځای په ځآی کړی و.
فرهاد شهراني

Comments