د طالبانو ماین په ملکیانو چاودلی

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزگان: د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو یو ځای په ځای شوی ماین په ملکي وګړو چاودلی چې 10 تنه یې ټپيان کړي دي.
د ولایتي روغتون سرطبیب داکتر ضیاالرحمن نیازي وايي، د مرکز ترینکوټ ښار منار څلور لاري ته څېرمه تېر مازدیګر موټرسایکل بم چاودني ۹ ملکیان او یو پولیس ټپيان شوي دي.
د نیازي په خبره، ټپیانو کي د دریو ملکیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.
د مرکز ترینکوټ اړوند زیاتو سیمو کې طالبانو په عامه لارو او سړکونو ماینونه ایښي چې ډيره کله په ملکي وګړو چاودنه کوي.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply