د طالبانو ماین د ملکي وګړو په موټر چاودلی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالۍ کې سړک غاړې ماین چاودنې یو قومي مشر شهید کړی او درې کسان یې ټپیان کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، چاودنه نن سهار هسکې مېنې مربوطاتو کې شوې ده.
د خوږیاڼي په خبره، ماین د شاه پور په نوم قومي مشر یې شهید کړی دی او له هغه سره درې نور کسان یې ټپیان کړي دي.
ځايي چارواکو دا کار د طالبانو یاد کړی، ځکه طالبان دي چې د سړک غاړې ماینونه ځای په ځای کوي.
قومي مشر د سولې پلوی او د جګړې مخالف و.
فرهاد شهراني

Comments