هندوکش ـ ترينکوټ: په ارزګان کې څلور ماشومان د طالبانود يو ماين په چاودنه کې ټپيان شوي دي.
د ارزګان ځايي چارواکي وايي په مرکز ترينکوټ ښار کې د يوې چاودنې له امله څلور ماشومان ټپيان شوي دي.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقيوم وويل :« چاودنه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو د ترينکوټ ښار اړونده د سفيد خار په سيمه کې شوې ده. »
هغه زياته کړه، د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى ماين پر ماشومانو چاودېدلى چې له امله يې څلور تنه ټپيان شوي دي.
دى وايي، د ټپيانو عمرونه له اتو څخه تر ١٢ کلونو پورې دي او روغتون ته لېږدول شوي.
د ترينکوټ د ملکي روغتون کارکوونکي ډاکتر ضياء الرحمن ويلي، دوى ته څلور ټپي ماشومان راوړل شوي چې د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ننګیالۍ کوهنورد
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.