د طالبانو مالي مسوول وژل شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: راپورنه وایي، د ننګرهار حصارک کې د طالبانو د یو مالي مسول په ګډون دوولس وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام وایي،، عملیات تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د حصارک په قعلاګي سیمه کې کړي دي.
خبرپاڼې ددغه طالب چارواکي نوم صحبت خان مشهور په تندر ښودلی چې د دوولس وژل شویو په ډله کې دی.
له دغو کسانو یو شمیر وسلې هم نیول شوي دي.
تر دې وړاندې هم افغان ځواکونو حصارک کې ځانګړي عملیات کړي و چې ۱۱ مهم کسان یې پکې د طالبانو وژلي و.
فرهاد شهراني

Comments