د طالبانو ماتې حتمي شوې !

comments 0

0 Views

لیکوال: سیدعبدالله پاچا
د پوځ لوی درستیز چې په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته مالومات ورکول، له خبرو یې داسې په ډاګه کیدل چې طالبان په زیاتو سیمو کې له ماتې سره مخ شوي او ژمني عملیاتو کې یې لار ورکه کړې ده.
هغه پلانونه چې دوه زره اتلسم کال د امنیت او جګړې ګټلو لپاره جوړ شوي دا یقیني کوي چې د طالبانو به د زور دا وروستی کال وي او په دې کال به پر طالبانو هر اړخیز فشارونه راشي، یا به له جګړې لاس اخلي، یا به د سولې له پروسې سره یو ځای کیږي او یا به هم وژل کیږي.
تېرو کلونو کې داسې و چې طالبان به په ژمي کې له یخو سیمو ګرمو سیمو ته تلل او یا به یې پاکستان ته مخه کوله، هلته له روزنې او پلانونو سره به پسرلي کې بیا د جګړې ډګر ته راتلل، خو اوس طالبان ویره لري چې پاکستان ورته ارزښت نه ورکوي او که د جګړې سیمه پریږدي نو د طالبانو نورې ډلې، داعش او یا یې افغان ځواکونه نیسي.
طالبان چې په مخامخ جګړه کې یې لار ورکه کړې، په دې فکر کې دي چې څنګه کیدای شي، هم ځان وساتي او هم د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره جګړه وکړي او مهمات لاس ته راوړي.
د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو په شخصي مجلسونو کې منلې چې طالبان اوس پاشل شوي او تر یو بیرغ لاندې نه دي پاتې، ځینې ډلې یې د ملا هیبت الله امر نه مني او په خپل سره جګړې کوي چې زیات تمرکز يې په پيسو پيدا کولو وي او هغه سیمې نیسي چې عواید پکې وي، دا عواید د طالبانو څو ډلې په خپلو منځو کې ویشي او نور چاته پکې برخه نه ورکوي.
د طالبانو ځینې ډلې چې اوس یې په سیمو کې داعش ډلې قوي شوي، په دې کار کوي چې څنګه له داعش سره یو ځای شي او له طالبانو سره جګړه وکړي، لکه د شمال په ځینو ولایتونو کې چې له طالبانو کسان جلا شوي، ځینې ملا رسول ډلې او ځینو نورو خپلې ځانګړې ډلې جوړې کړي چې د ملا هیبت الله تر امر لاندې نه دي.
افغان وسله وال پوځ اوس تر بل هر وخت پياوړی دی او د طالبانو هر تکتیک سره مبارزه کولای شي، طالبان چې اوس مخامخ جګړه نه شي کولای په دوه لارو تمرکز لري، یو دا چې په د شپې له خوا په زوره د خلکو حجرو او دیرو کې شپه کوي او که امکان لري کورونو کې هم پټيږي، د طالبانو د جګړې بله لار د ځانمرګو بریدونو ده چې زیات زیان یې ملکي وګړو ته دی.
طالبان به اوس ځکه د پخوا په څېر فعالیت و نه کړي، چې اوس ټوله نړۍ د طالبانو پر خلاف ده او دا ډله یې ترهګره ډله بللې، پخوا د طالبانو فعالیت د افغانستان کورنۍ مسله یادیدله، خو اوس امریکا او متحدین یې فکر کوي چې دا ډله د افغانستان تر څنګ د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هم ګواښ دی.
د ټرمپ له وروستۍ تګلارې سره سم پر طالبانو هوایي بریدونه زیات شوي او زیات شمېر مرکزونه یې پکې له منځه تللي دي، تېرو کلونو کې د جګړې مهم اړخ هوايي ځواک و چې افغان ځواکونو نه درلود، خو اوس چې افغان هوایي ځواک چورلکې پيدا کړي او بهرني ځواکونه یې هم په هوایي بریدونو کې ملتیا کوي، طالبان یې وارخطا کړي دي.
تراوسه افغان حکومت هم پر طالبانو زیات فشار نه راوړ او د وژلو قاطع پریکړه یې نه کوله، د دې لپاره چې طالبان به سوله وکړي او بې ځایه وینه به تویه نه شي، خو دا چې طالبانو خپلو لیکو ته پنجابي پوځیان ننویستل، نو اوس افغان پوځ او افغانان یې پروړاندې کلک ولاړ دي چې یا به طالبان سوله کوي او یا به وژل کیږي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply