د طالبانو لپاره د پاکستان دروازه ټکول شرم دی!!

comments 0

د کابل او اسلام اباد د اړیکو رغولو هڅې پيل شوي، د پاکستان لوړپوړی پلاوی کابل راغئ او کار کوي چې څنګه کیدای شي اړیکې ورغوي.

له دې سفر وروسته اوس افغان دولت پتیلې چې د پاکستان دروازه وټکوي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي او یا یې مالي ملاتړ بند کړي.

جالبه دا چې کله ـ کله طالبان وایي چې دوی د هیچا او هیڅ هېواد تر اغیز لاندې نه دي، خو کله چې له پاکستان سره د خبرو وار ورسیږي، طالبان ځانونه غلي نیسي او په دې تړاو هیڅ نه وايي.

د طالبانو لپاره به دا شرم وي چې بین الافغاني د سولې خبرې ردوي، د جګړې اعلان کوي، خو کله چې افغان دولت له پاکستان وغواړي چې طالبان خبرو ته کینوي، نو بیا ځانونه غلي نیسي او هيڅ نه وايي، دا هر څه په ډاګه کوي چې طالبان له پاکستان څومره مجبور دي او د پاکستان د ګټو لپاره په افغانستان کې جګړه کوي او افغانان په یو او بل نوم وژني.

کله چې د سولې عالي شورا او یا افغان حکومت خبر ورکړي چې طالبانو سره یې د سولې خبرې روانې کړي، طالبان له خپل ادرس دا خبرې رد کړي او په ډاډ سره ووایي چې له افغان دولت سره د سولې خبرې نه کوي، دا کار د دې لپاره چې بادار یې اجازه نه ورکوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

طالب اوس ټولو ته مالوم دی چې د پاکستان په دستور د هغوی سیاست او د هغوی ګټې پرمخ وړي، خو بیا هم ځينې ناپوه او ناخبره کسان جذبوي او د جګړې لیکې پرې پياوړې کوي.

د افغان دولت لپاره به د برات همدا بس وي چې په دې وروستیو کې یې وویل چې طالبان په هر هېواد کې د سولې د خبرو لپاره دفتر غواړي ورته پرانیزې یې او خبرې ورسره کوي، خو دا ورسره خپل بادار (پاکستان) نه مني او طالب هم انکار کوي.

پاکستان ځکه طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه پریږدي چې که مخامخ خبرې وشي، د پاکستان امتیازات له منځه ځي، طالب پاکستان د دې لپاره رامنځ ته کړی چې له افغانستان او سیمې سیاسي باج واخلي او کله چې دا باج ورکول شو، طالب په سپين میدان پاتې دی او یا به ځان ته بل بادار پيدا کوي.

د طالب لپاره د پاکستان د یارانې خوشې کول ګران کار دی، ځکه پاکستان یې پخوانی معشوقه ده او نږدې ټول طالب مشران په پاکستان کې دي، پاکستان د طالب له همدې مجبوریته ګټه اخلي او پردي بچې په افغانستان کې د جهاد په نوم د پآکستان د ګټو لپاره جنګوي.

له پاکستان د طالبانو یو بل مجبوریت دا دی چې هلته یې د مشرانو کورنۍ ګرو دي او نه پریږدي چې له یوې سیمې بلې ته لاړ شي، نو طالبان مجبور دي چې تر مرګه د پاکستان په اشاره او ګټو لپاره افغانستان کې جګړه پرمخ یوسي، خو ای کاش چې دې جګړې ته یې د جهاد نوم نه ورکولی، ای کاش چې دې جګړه کې بې ګناه افغانان نه وژل کیدای، ای کاش چې دا جګړه په رښتیا هم عقیدتي وای.

نو که طالبان او پلویان یې وروستیو سیاستونو ته ځیر شي په دې به يې سر خلاص شي چې دوی په افغانستان کې د چا او څه لپاره جګړه روانه کړې، ولې له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرې نه کوي، خو د پاکستان په منځګړتوب حاضر دي چې خبرې وکړي.

که طالبان په رښتیا هم د سولې خبرو ته ژمن وای، پاکستان به یې پکې نه راګډولی، ځکه پاکستان له افغان دولت سیاسي باج اخلي او دا باج افغانانو او افغانستان ته په ډيره لوړه بیه لویږي، خو طالب یې کیسه کې نه دی، ځکه طالب د یوې پروژې سرته رسولو لپاره رامنځ ته شوی او تر څو چې پروژه وي طالب به پردي بچې د جګړې په لیکو کې جنګوي.

لیکوال: مطیع الله علیزی

لیکنې د لیکوالانو خپل نظر دی هندوکش يي هيڅ ډول مسوليت نه اخلي

Comments

Leave a Reply