د طالبانو له لاسه افغانان نړۍ کې خواشینې خلک دي

comments 0

هندوکش – کابل: یوه نړیواله څېړنه کې موندل شوي چې افغانان په نړۍ کې تر ټولو خواشیني خلک دي.
د یوې نړیوالې څیړنې له مخې ویل شوي چې په هرو پنځو افغانانو کې یو یې له کلینکي پلوه په ژور خفګان اخته دی.
د دغې څیړنې له مخې جاپان د ژور خفګان لرونکو هیوادونو په کتار کې وروستی راغلی دی.
ژور خفګان یا ډيپریشن هغه رواني ناروغي ده چې د جګړې، فقر او بیوزلۍ په څیر بیلابیل لاملونه یې سبب کیږي.
د یوې بلې څیړنې له مخې ژورخفګان ورځ تر بلې په یوې وژونکې ناروغۍ بدلیږي او تر ۲۰۲۰م کال پورې به د نړۍ څلورمه وژونکې ناروغي شي.
د خفګان لوی لامل جګړه او بد بختي ده چې طالبانو پیل کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments