د طالبانو له زندان د خوشې شویو کسانو مرکې/ عبدالمنان توحیدیار

comments 0

د سولې پروسې د باور جوړولو لپاره افغان حکومت له ۳۵۰ زیات طالب بندیان خوشې کړل، دا بندیان د هغوی عمر، زندان او روغتیايي وضعیت ته په کتو خوشې شول او ممکن په دې ګټه ګورۍ کې نږدې ۱۲سوه نور طالب زندانیان هم خوشې شي.
خو جالبه دا چې طالبان هم د هر سل بندیانو په بدل کې شل بندیان خوشې کوي او حساب برابروي.
طالبانو شل کسان په کندهار او څلويښت کسان په لغمان کې خوشې کړل چې حکومتي بندیان و.
د لغمان په خوشې کړل شویو زندانیانو کې مې د یو کس زاهدالله منګل مرکه واوریده، دا زراعت ریاست مامور او ۱۳ کیږي دنده یې وه، د طالبانو د فعالیت سیمه کې یې هم دنده کړې او کور ته یې تګ راتګ کړی دی.
منګل کیسه کوي چې کور ته په رخصتۍ لاړ زنګ ورته راغی چې فلانی ځای ته راشه چې کار درسره لرم.
کله چې د طالبانو په غوښتنه د زراعت دا مامور ورځي، طالبان ورسره خبرې کوي چې دوی غواړي حکومت یا دولتي بندیان خوشې کړي، خو شمېره یې کمه ده، تاسو باید خبر اوسئ، کله مو چې زندانیانو خوشې کول راشه چې بیا دې همدې لیست کې خوشې کړو.
منګل وایي، همغه و چې یوه ورځ مخکې یې راته زنګ وکړ چې موږ زندانیان حکومت ته سپارو او ته هم په لیست کې یې، ویل یې کور کې وم، له کور لاړم د طالبانو سره مې شپه وکړه او سهار یې وسپارلو.
دا یو مثال دی چې طالبان غواړي څه وکړي، طالبانو د سولې پروسه جعلي روانه کړې، اوس يې د بندیانو پروسه هم کاذبه پيل کړه.
هغه بندیان چې حکومت ته سپارل شوي، مالومات ښيي چې ۱۹ نظامیان پکې شته، نور یا ملکی دولتی مامورین دي، یا داسې کسان دي چې اردو او پولیسو کې یې دندې پريښې، په کور ناست دي او بیا طالبانو د حساب پوره کولو لپاره نیولي دي.
خوشې شویو کسانو کې طالبانو هغه کسان هم خوشې کړی چې سیمه‌ییز پولیس و او طالبانو ته له وسلو سره تسلیم شوي دی.
دا کسان به اوس د حکومت له لوري زنداني کیږي، ځکه دوی پرته له کومې جګړې تسلیم شوي او وسلې یې طالبانو ته ورکړي دي.
دا له لومړي سره مالومه وه چې طالبانو سره ۱۰۰۰ تنه بندیان نشته، له حکومت سره هم تشویش و چې طالبان به دا بندیان له کومه کوي، همغه و چې مالومه شوه طالبانو ته یې حساب پوره کول اسانه دی.
طالبان بیلابیلو سیمو کې د خلکو په یرغمل کولو باندې بوخت دي، او غواړي له امریکا سهر هغه ژمنه او حساب پوره کړي چې د زندانیانو په تړاو یې ورکړی دی.
خو دا ډيره بده ده چې طالبان ملکی وګړي نیسي، یا ورسره کومه ژمنه کوي او د زندانیانو په لیست کې یې خوشې کوي.
حکومت طالبانو ته لیست ورکړی چې زندانیان خوشې کړی، خو طالبانو دا سرغړونه هم کړې چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته یې خلک زندانیان کړي دي.

Comments