د طالبانو له زندان خلک ازاد شوي

comments 0

1 Views

هندوکش – هلمند: افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو زندان مات کړی او پنځلس کسان یې ترې ویستي دي.
د والي ویاند عمر ځواک وايي، دا عملیات تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو مارجې ولسوالۍ کې کړی دي.
په ازادو شویو کسانو کې څوارلس یې ملکیان او یو یې ملي پولیس دی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا ویلي، د هلمند مارجې ولسوالۍ محمد عوض څلور لاري کې بهرنیو ځواکونو پر یوه سرای چاپه وهلې چې هلته یواځې جنايي او حقوقي بندیان ساتل کېدل.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments