د طالبانو له بنده د خلاصې شوې بهرنۍ جوړې په اړه نوي جزييات

comments 0

0 Views

هندوکش: په پاکستان کې له حقاني شبکې سره د خوشې شوې بهرنۍ جوړې په اړه خبري ټکر نوي جزييات افشا کړي دي.

اوس اوس نيويارک ټايمز ددې کسانو د خوشې کيدو په اړه د طالبانو د خوشې کولو او پاکستان  د ژغورلو ادعا دروغ ثابته کړې ځکه د خپرونې په خبره:« سي آی اې ددې بهرنیانو له کره ځای څخه خبر وو او پاکستان ته يي خبرداری هم ورکړی وو خو دوی يو ډول ځان تیر کړی وو خو چې د امریکې په نيت پوی شول دوی د حل لارې په لټه کې شول.»

نيويارک ټايمز لیکلي: « بې پيلوټه الوتکې پر قبايلي سيمې ګزمې کولې د ترهګرو په يو کمپ کې يي يوه میرمن او دوه ماشومان ولیدل، څارنه دقیقه شوه او وروسته جوته شوه چې دا میرمن هغه بهرنۍ ده چې حقاني شبکې په افغانستان کې تښتولې او په پاکستان کې يي ساتي.»

د نيويارک ټايمز له راپور سره سم:« د امریکې کمانډويانو ته ددې جوړې د ژغورول امر وشو خو په قبایلي سیمو کې د سپوږمۍ شپې وې يانې شپه به رڼه وه دا وخت عملیاتو ته مناسب نه وو او بله ستونزه دا وه چې لا هم کره اطلاعاتو ته اړتيا وه ځکه داسې نه چې سهوا عمليات وشي او بنديان ونه ژغورل شي.»

د افشا شویو اسنادو له مخکې:« پاکستان په څنګزن ډول په جزيياتو کې شریک وو، خو کله چې طالبان خبر شول چې عملیات شونې دي نو يي ياده جوړه له کمپ څخه ويستل، امریکايي کمانډويان تیارسی شول څو د اسامه بن لادن تر وژلو وروسته په پاکستان کې د ترهګرپالي هیواد د شومو موخو پر ضد بیا اقدام وکړي خو پاکستاني پوځ وار ړومبی کړ او دا جوړه يي کوهاټه ته نيږدې په داسې حال کې وژغورله چې طالبانو له کمپ څخه ويستلې وه او بل ځای ته يي ليږدوله.»

تر اوسه په دې اړه چې حقاني شبکې څنګه او ولې دا کورنۍ له کورمې کوهاټ ته وړله خو اوس اوس دا ښکاره شوه چې طالبانو دا جوړه نه ده خوشې کړې او پاکستان هم نه ده ژغورلې بلکه ددې لپاره چې پاکستان له يو بل شرمه وژغورل شي او  د حقاني شبکې شتون هلته پټ وساتي طالبانو ته امر کړی وو څو د کوهاټ په لویه وياله کې دا کورنۍ خوشې کړي او د همدې لوبې په پار پاکستان خپل څلور سرتیري د تل په څير په نمایشي ډول د ماين په چاودنه کې له منځه يو وړل او د يوې بهرنۍ کورنۍ د خوشې کيدو ډنډوره يي وغږوله.

بله مهمه خبره داده چې طالبانو په رسمي ډول ويلي چې ياده کورنۍ يي خوشې کړې، بل ټکر د پاکستان په رسمي دريځ کې دی د بهرنیو چارو وزارت يي ويلي وو چې دا جوړه په کورمه کې ژغورل شوې خو حال دا چې د کوهاټ د لوی کلي اوسیدونکي وايي چې دا بهرنۍ جوړه په ياد کلي کې ژغورل شوې او د خلکو خبره اوس امریکايي چارواکو هم تاييد کړې.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

 

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply