د طالبانو لخوا د خندق تر نامه لاندې د عملیاتو په اړه د افغانستـــان د متفقو علماو اعلامـــــــــیه

comments 0

درنو هېـــواد والــــو !
څنګه چې تاسو خبریاست طالبانو یو ځل بیا د خندق تر نامه لاندې د خپلو پسرلنیو عملیاتو په اعلانولو سره د خپل ملت او ولس پر وړاندې د سولې پر ځای د جګړي او تاوتریخوالي لاره غوره کړه، حال دا چې د خندق غزوه د اسلام ستر پیامبر(ص) او د هغه د صحابه کرامو لخوا له کفارو او مشرکینو څخه د امت مسلمه د ژغورنې په موخه نومول شوی وو، خو له بده مرغه چې دغې ترهګری ډلي خپل جګړیز عملیات چې تل یې قرباني د ښځو ا و ماشومانو په ګډون زمونږ مظلوم او بې ګناه هیوادوال دي نومول شوی. چې دا په خپله د اسلام مقدس دین او صحابه کرامو د عملکرد خلاف یو عمل دی.
وسلوال مخالفین په داسې حال کې د خندق عملیاتو د پیل خبر ورکړ چې د دولت له لورې دوي ته د سولې او خبرو اترو بلنه ورکړل شوي وو، تر څو دوي په راتلوونکي انتخابات کې خپل سیاسي ګډون څرګند کړي، خو دا یو څرګند حقیقت دی چې دغه ډلي خپلواکه ندي او تل د نورو په ځانګړی توګه د سیمي د استخباراتو تر تاثیر لاندې دي او د هغوي له خوښی پرته هیڅ کوم عمل چې د ولس او هیواد په ښي ګڼه وي تر سره کوی نشي او تل د دوي په واسطه د خپلو ناوړو موخو لپاره جنګ او ناامني ته لمن وهي، چې بیا یې هم ښه بیلګه د تیرو عملیاتو په څیر د خندق تر نامه لاندې د ولس وژني عملیاتو پیلیدل دي تر څو زمونږ مظلوم او بې ګناه ولس د خپلو ترهګریزو بریدونو ښکار وګرځوي او د خلکو په مننځ کې د ویري او ډار څپي خوري کړي او بیا ځانونه د اسلام او جهاد حامیان هم بولی حال داچې د اسلام مقدس دین د سولي او وروولئ دین دی او د هغو کسانو په حق کې کوم چې د یو مسلمان د مړیني سبب شي سخته جزا ټاکلی او ابد الابد به د جهنم په سرو لمبو کی سوزیږي ولی بیا هم دغه ډله چې ځان ته د طالب لقب ورکوي د خپلو بادارانو په لمسون زموږ د متدین ولس په حق کې بی شمیره ظلمونه ترسره کوي، د هیواد په بیلابیلو سیمو کې بیګناه انسانان د صحرایی محکمو له لاری وژني ، بي شمیره کورونه یې سوځولي اوپراخه عام وژنه یې په لاره اچولي .
دغه ترهګریز بهیر یو ځل بیا د ابلاغیو او اعلامیو په خپرولو سره خلک د خندق عملیاتو ترنامه لاندې غواړي تر څو د خپلو زهرجنو تبلیغاتو تر تاثیر لاندې راولي، خو الحمدلله چې اوس مهال زموږ ولس د د ښمنانو په موخو پوره آګاهی لري او پوهیږي چې ترهګري ډلي یوازي د پردیو ګوډاګیان او د هغوی د اهدافو پلي کوونکي دي نو همدا وجه ده چې نن د هیواد په ګوټ ګوټ کې دښمن له کلکي ماتي سره مخ دی او ولس هم د خپلو امنیتي ځواکونو سره یوځای د د ښمن په ماته کې ستر رول لوبولئ دی او د دښمن هیڅ راز تبلیغات به د افغان ولس اراده کمزوری نکړي بلکه د ارادي د ځواکمنتیا لامل به شي . دایو واقعیت دی چې د ښمن تل هڅه کړي ترڅو د کاذبو تبلیغاتو له لاري د خپلو جنګیالیو روحیه پیاوړي کړي چې اصلاْ هیڅ اجرایی بڼه نلري بلکه په تیرو اولس کلونو کې طالبانو تل دغه شان ترهگریزو عملیات ترسره کړي خو هیڅ بریا یی نده ترلاسه کړي یوازی او یوازي ملکی او بې ګناه کسانو ته زیان اړولی .
پدي اړوند موږ خپل دیني رسالت بولو ترڅو هېوادوال د دغي اسلام ضد او دین ضد کړۍ په ماهیت خبر کړو چې دغه ترهګري ډلي د اسلام د بدنامولو په موخه فعالیت کوي چې له اسلامي دساتیرو سره هیڅ راز همخوانی نلري بلکه په ټکر کې دي. نو له تاسو هېوادوالو نه مو هېله داده ترڅو ددغه شان اسلام دښمنه کړیو په تبلیغاتو ونه غو لیږۍ او پروړاندي یې مبارزه وکړي او د دوي تر تاثیر لاندې رانشي.
وما علینا الا البلاغ

Comments