د طالبانو سپین سترګي او وحشت/ سید عبدالله پاچا

comments 0

که نن سبا ټولنیزو رسنیو ته سر ور ښکاره کړو، نو د طالبانو په نوم ځینې جوړ شوي اصلي او مستعار اکاونټونه ساعت په ساعت توهنی امېزه، له کبره او کنایو ډک پوسټونه کوي.
د دې څو طالبانو غپهار د وحشت او ترهګرۍ غپهار دی. دا نننی حالت څو خبرې په اثبات رسوي.
لومړی دا چې افغانان د تاریخ په دوران کې کله هم چا په زور نه و تابع کړي. طالب، داعش، القاعده او نورو وحشیانو زموږ د ټولنې مطلق اکثریت چې له دوی یې کرکه کېږي، د وحشت او وېرې په زور خاموشه کړي دي، کنه هر څوک د طالب د کړنو د رد لپاره زرګونه دیني او افغاني خبرې لري.
طالب چې په زرګونو کسان یې یواځې په دې ووژل چې له حکومتي ادارو سره یې تماس و، شوراګانو ته تللي و، د طالب په اړه چېرته منفي غږېدلي و، د پاکستان په اړه منفي غږېدلي و، او یا یې د دوی فرمایشات نه و پر ځای کړي، بس ډېرو ستاسو پر وړاندې له غږیدو او څه ویلو ډډه وکړه، خو په دې مطئن اوسئ چې د ټولو افغانانو زړه درته ډک دی.
تاسو ته موقع په لاس درغلې ده بس کرۍ ورځ له کبره او غروره ډکې خبرې، توهین آمېزه تبصرې، کنایې، ګوتڅنډنې او د فتحې خوبونه دي.
په داسې حال کې چې له خپلې نظریې هم تاسو اوښتی یئ، مشروعیت هم تاسو له لاسه ورکړی، غلامي هم د تاسو بربنډه شوې.
څوک دومره هم نشي ورته ویلای چې ملا وروره، خېزکې مه وهه، بې ادبي معاف غ…ل هم ولا که وکړې. د پنجاب د لاس آله یې، څه چې یې درڅخه ترلاسه کولای شول ترلاسه یې کړل، طالبه ستا کیسه مفته ده، ټول عمر دې په پاکستاني کوڅو کې وظیفې را ټولې کړې، بیا به هم همدا کوې او تر هغو به یې کوې چې د پردیو سپیتوب پرېنږدې. دا د وخت ګړدونه دي، دا ګړدونه کښېني. ته خو ته یې، ستا هغه ځانګو، ستا هغه انصار هېواد لا پروژه دی. د هغه د بقاء خیر نشته، ستا خو نشته چې نشته.
هو، په استخباراتي لوبو کې دا کیسې شته او اکثره چې د چا فنا راشي، هغوی ډېر زور واخلي.
دا د فتحې متحې کیسې پرېږدئ، د سړي زامن شئ، پاکستاني ملایان مو خطاباسي، په خدای دغه درته لیدلي خوبونه یې ټول دروغ دي. هغه ټول سیکیولران پوځي استخباراتي مداریان دي. د کرنل امام کتاب ولولئ، هغه سړي په همدې شي کې تخصص کړی و چې څنګه تاسې غوندې احمقان استعمال کړي. کرنل امام یې رسوا شو خو هغسې په سلګونو شیخان او د مدرسو مهتممان لا اوس هم مدرسې اداره کوي. لکه څنګه چې له نړیوال جهاده تېر شوئ، له کورني به هم تېر شئ، ځکه چې نړیوال جهاد اصل و. دا دین نړیوال دی.اوس چین ښه ګاونډی شو، پاکستان بادار شو، امریکا د القاعده او داعش خلاف ملګرې شوه، له افغان پرته له بل هر چا سره مشکل حل شو. القاعده ترهګر شو، نور نو ستاسې په پخوانۍ سندره کې هیڅ سُر نه دی پاتې، نه ولا که اتڼ خوند ورته کوي. پرېږدئ دا فساد، انسان وژنه، وحشت، خرتوب او تاریخي حماقت او د خپل ملت غېږې ته له حتمي ذلته پنا راوړئ.

Comments