د طالبانو سره څوک د پیسو او وسلو مرستې کوي، نظامي روزنه یې چېرته کیږي؟ تحقیقي مقاله/ سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

پوره شل کاله وشول چې طالبان د افغانستان د منتخب دولت او خلکو پر وړاندې جګړه کوي او د جګړې لپاره یې تر ټولو عمدا دلیل په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون و، چې اوس بهرني ځواکونه د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د شوې توافق نامې په نتېجه کې افغانستان پرېږدي، لدې ټولو سره همهاله د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د ډلو تر منځ د سولې مذاکرات هم پیل شوي، چې متاسفانه تر اوسه یې داسې نتېجه نده ور کړې، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی بند شي، بر عکس له پخوا هم ډېر شوی دی، دا چې طالبانو له تېرو شلونو کلونو راهیسې، تر نن ورځې پورې په افغانستان کې جګړه کوي، ممکن د ډېرو په ذهن کې دا سوالونه وي، چې له دوی سره د پیسو، وسلو او امکاناتو مرسته څوک کوي؟ د دوی نظامي روزنه څوک کوي؟ د جګړې په ډګر کې له دوی سره څوک مرسته کوي؟ د دوی نظامي مرکزونه چېرې دي؟ خلاصه دا چې طالبان څنګه وتوانیدل، پوره شل کاله د افغانستان د منتخب حکومت او خلکو پر وړاندې جګړه وکړي؟ ممکن له تاسو ټولو سره د دغه پوښتنو ځواب وي، خو هغه څه چې دقیقو منابعو، څېړنیزو انتسټیوټونو، استخباراتي راپورونو، رسنیو، مجالو، خبریالانو، سیاسي کتونو لیدلي او کتلي، او معلومات یې ور باندې وړاندې کړي او یا له ما سره چې کوم معلومات شته، ضرور ده، چې دغه پوښتنې په دې مقاله په پوره واضح او شفاف ډول درته وړاندې کړم، هیله ده ویې لولئ!
طالبانو سره د بهرنيو استخباراتو مرستې:
د طالبانو د تمویل دریمه سرچینه بهرني استخبارات دي، او ددې استخباراتي ډلو په سر کې د پاکستان آی ایس راځي. احمد رشید پاکستانی لیکوال، ژورنالیست او څیړونکی دی چې لیکنې یې لویدیځو رسنیو لپاره معتبره ګڼل کیږي هغه په وار، وار پخپلو لیکنو کې پاکستاني چارواکي ګرم ګڼلي چې د هند سره د سیالۍ په موخه یې خپل ګاونډی هېواد افغانستان له پامه غورځولی او د طالبانو سره یې تل مالي مرسته کړي او د دوی لپاره یې په پاکستان کې د ننه پوځي او نظامي روزنځایونه جوړ کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف هم په خپلو خبرو کې په ډاګه څرګنده کړي چې د خپل واک په موده کې یې طالبانو ته وده ورکړي او دوې یې د هند پر وړاندې د نیابتي جګړی د وسلې په توګه په افغانستان کې کارولي. له کلونو راهیسې پرته له پیسو ، پاکستان د طالبانو سره نظامي مرستې کوي، دوې ته پرمختللي وسلې او پټنځایونه ورکوي، دوې ته نظامي زده کړی ورکوي او کورنیو ته یې پخپله خاوره کې ځاې او پیژندپاڼې ورکوي.
د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د امریکا د جمهوری غوښتونکو کنګرې لوړپوړی استازي « تد پو » ویلي: پاکستان له امریکا بی شمیره پیسې د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم اخلي خو په اصل کې امریکا غولوي ځکه دوې په ټوله نړۍ کې د ترهګرو ډلو سره همکاري لري. « تد پو » زیاته کړه چې د تروریزم څخه د ملاتړ ټولې ریښې په پاکستان کې دي ځکه ټولې ترهګری ډلې لکه حقاني، لشکر طیبه او طالبان د پاکستان په خاوره کې میشت دي او د آی ایس آی وسله وال، استخباراتي او مالي ملاتړ له ځان سره لري. کله چې د امریکا یو لوړپوړی چارواکی د پاکستان او ترهګرو د اړیکو په اړه داسې څرګندونې کوي نو دا بی هیڅ ندي.
همدارنګه د طالبانو د قومندانانو ژوند په ایران کې دا ادعا ثابتوي چې د ایران حکومت د طالبانو څخه مالي ملاتړ کوي لکه څنګه چې د طالبانو پخوانی قومندان ملا اختر محمد منصور د ایران څخه پاکستان ته پر لارې ووژل شو. څو ځله د افغانستان د امنیتي او استخباراتي ادارو کارکوونکو پخپلو خبرو کې دا منلي چې ایران د افغاني طالبانو سره مالي او وسله والی مرستې کوي. د ایران همکاري له طالبانو سره دوه لامله لري یو دا چې دوې غواړي په سیمه کې خپل رقیبان یعنی امریکا او ملګري یې ضعیفه کړي او دوهم دا چې د طالبانو څخه په ګټه اخیستنې سره غواړي په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي. دوې نه یوازې له دې ډلې سره مالي مرستې کوي بلکې د ګذارشونو پر بنسټ پخپله خاوره کې یې دوې ته روزنیز مرکزونه هم جوړ کړي.
په ۲۰۱۵ کال کې وال ستریت ژورنال د طالبانو سره د ایران د مرستو په اړه یو مفصل ګذارش جوړ کړ په دې ګذارش کې چې د همدې کال په جون میاشت کې خپور شو وال ستریت ژورنال د طالبانو له یو مشر « عبدالله » سره مرکه کړي وه نوموړي ویلي وو: ایران زمونږ سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته تیار دی، یاد کس دا هم ویلي و چې په میاشت کې ۵۸۰ ډالره له ایران څخه تنخواه اخلي چې دا په افغانستان کې کمې پیسې ندي.
همدارنګه د اکسپریس تربییون په نوم یوی رسنۍ تیر کال د یو راپور په ترڅ کې وویل چې شواهد او مدرکونه دا ښيي چې افغاني طالبانو ملا نیک محمد تهران ته د خپل ځانګړي استازي په توګه ولیږه او د همدې کال په پیل کې د طالبانو یو دری کسیزه هیئت ایران ته د مالي او نظامي مرستو د ترلاسه کولو په موخه سفر کړی و. د وال ستریت ژورنال او ګارددین په شان نړیوالو رسنیو په وار، وار داسې ګذارشونه خپاره کړي چې دا ښیي افغاني طالبان په مشهد او زاهدان کې دفترونه لري او مخکې یې فقط مالي مرستې ترلاسه کولې خو اوس نظامي روزنې هم ورکول کیږي.
عربستان سعودی هغه هېواد دی چې پرته له طالبانو، د داعش ډلې سره هم مالي مرستې کوي ترڅو په دې ډول خپل رقیب یعنی ایران ضعیفه کړي. دا مالي ملاتړ له کلونو راهیسې جریان لري لکه څنګه چې آغا جان معتصم د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر پاتې شوی هغه به د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ کال کې دوه دری ځله د حج په نوم عربستان ته تلو دده په وینا: خلک به له بېلابیلو هېوادونو څخه د عمری او حج د اداء کولو لپاره سعودي ته راتلل چې هلته به د سعودي شیخان هم راتلل او ما به له دوې څخه د جګړې لپاره د مالي مرستې غوښتنه کوله. تنها د سعودي شیخانو زمونږ سره مالي مرسته نه کوله بلکې له نورو هېوادونو څخه راغلیو خلکو به هم پيسې راکولې.
د ویکي لیکس د افشا ګریو په لړ کې د آمریکا هغه ډپلوماټیک پیغامونه هم افشا شول چې پکې امریکايي لوړ پوړو چارواکو نیوکه کړي وه چې هر کال طالبان او نوری توند لارې ډلې د حج د مراسمو له طریقه میلیونونه ډالره پیسې راټولوي. رحمت الله نبیل د ملي څارګری پخواني رئیس وایي: افغان امینتي ځواکونو کشف کړي وه چې د القاعده ډلې غړي او کورنۍ یې د سرو زرو سره د افغانستان شرقي برخې ته راننوځي.
د طالبانو یو لوړ پوړی مالي چارواکي د لندن ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې روسیه د ازبکستان له لارې په وړیا ډول د تیلو ټانکرونه دوی پورې اړوند شرکتونو ته استوي او یاد شرکتونه بیا دا تیل پر افغان سوداګرو پلوري او په دی ډول په میاشت کې ۲.۵ میلیون ډالرو څخه زیاتې پیسې طالبانو ته رسیږي. روسیې تل دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې مونږ فقط د سولې د ټینګښت لپاره په افغانستان کې د طالبانو سره اړیکه لرو.
د سندی ټایمز د راپورونو پر بنسټ د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په میاشت کې د روسیی ولسمشر د طالبانو د پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور سره د تاجکستان په یوی نظامي اډی کې د شپې په نیمايي کې لیدنه وکړه. د راپورنو پر بنسټ یاده لیدنه د داعش پر ضد د مبارزې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره شوي وه. کله چې ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا د هوايي بمبار په پایله کې ووژل شو نو روسیې د طالبانو له اوسني مشر ملا هیبت الله آخند سره خپلو اړیکو ته ادامه ورکړه.
روسیه ولې د طالبانو نظامي مرسته کوي؟
لومړۍ: روسیه غواړي په دې ډول لویدیځو هېوادونو ته ښکاره کړي چې نباید یاد هېواد د افغانستان اړوند مسایلو کې له پامه وغورځول شي.
دویم: د طالبانو څخه په ملاتړ کولو روسیه غواړي د امریکا او ناټو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي. او پرته له افغانستان نه منځني ختیځ کې خپل نفوذ زیات کړي.
درییم: روسیه په افغانستان کې د داعش له نفوذ او فعالیت څخه په ویره کې دی ځکه خو طالبانو سره مرسته کوي تر څو طالبان د داعش پر وړاندې وجنګیږي، حال دا چې د روسې دا باور مطلق غلط دی، طالبان او داعش ورته پروژې دي او ګډ اهداف لري، د افغانستان د څارګرې ادارې په بار بار داسې شواهد او ثبوتونه وړاندې کړي، چې طالبان او بلخوص د دوی حقاني شبکه له داعش سره ګډ عملیات کوي.
څلورم: د افغانستان نشه یي توکي د روسيې لپاره یو ګواښ دی. ځکه په افغانستان کې د نړۍ ۹۰ فیصده نشه یي توکي تولید کیږي او ددی ډیری برخه روسیې ته استول کیږي. په روسیه کې هر کال ۷۰ زره تنه د نشه یي توکو د کارولو له کبله مري، روسیې ځکه له طالبانو سره پدې برخه کې همکاري شروع کړې ده، چې نشه یي مواد ټول په هغه سیمو کې کرل کیږي، چې د طالبانو تر کنټرول او یا نفوظ لاندې دي، د نشه يي موادو تر ټولو ستر تولیدي مرکز هلمند دی، چې له کرکیلې نیولې، قاچاق او خرڅلاو پورې طالبان په کې ښکېل دي، روسیه پدې سره غواړي په خپله طالبان له دغه عمل را وګرځوي .
ایران طالبانو ته پرمختللې وسلې ورکوي
د ایران رژیم طالبانو ته د شپې لیدونکو وسایلو، مرګونو بمونو او درنو وسلو په ګډون پرمختللې وسلې ورکوي.
داسې استخباراتي او امنیتي راپورونه شته، چې په ثبوت رسوي د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ یا سپاه پاسداران د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې د طالبانو لارښوونه کوي.
په یوه امنیتي راپور کې راغلي چې، د مولوي محمد انور په نامه د طالبانو یوه قوماندان چې ویل کیږي د سپاه پاسداران د قدس ځواک په همکارۍ فعالیت کوي، د همدې کال د غوایي په ۱۰مه له ایران څخه د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ته د زهري ګازو درې بالونونه راقاچاق کړل.
په راپور کې راغلي، طالبانو پلان درلود چې لومړی په دغې ولسوالۍ کې د یادو بالوني بمونو په وسیله د افغان ملي اردو سرتیري مسموم کړي.
د همدې کال د غوایي په میاشت کې په یوه بل راپور کې راغلي وو چې، د غوایي په ۱۰مه د سپاه پاسداران ۲۵ غړي، د ایران د خراسان او زاهدان ولایتونو اوسېدونکي، د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ ته داخل شول.
راپور وایي، هغوی د شپې لیدونکیو وسیلو او وسایلو باندې سمبال وو او په هرات ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې د یوه قوماندان ملا نجیب د ملاتړ په سلسله کې د جنګ لپاره هېواد ته راننوتل.
په دغه راپور کې راغلي چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک په وروستیو کې په شینډنډ، ادرسکن، پشت کوه، چشت شریف، اوبه، پشتون زرغون، او غوریان ولسوالیو کې د طالبانو د لویو بریدونو لارښوونه کوله، او زیاتوي چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک په لسګونو غړي د افغانستان پولې سره نږدې د ایران په بیرجند ښار کې ځای پرځای شوي دي.
په راپور کې یادونه شوې چې، سپاه پاسداران چمتو دی چې هرات او فراه ولایتونو ته ننوځي او د طالبانو مرسته وکړي.
ایراني چاودېدونکي توکي
دغه راز طالبان په چاودېدونکو توکو بار موټر له ایران څخه هرات ولایت ته را اړوي.په وروستیو میاشتو کې طالبانو د کوهسان، ګلران، غوریان او زنده جان په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې چې له ایران سره په پوله پرتې دي، د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره څو موټر بمي بریدونه ترسره کړل.دغه بمونه د پولې پورې غاړه ایراني اړخ کې چمتو کړای شوي وو،» هرات کې د طالبانو له خوا کارول شوي اکثر چاودېدونکي مواد له ایران څخه راغلي وو.
د طالبانو نظامي مرکزونه چېرته دي؟
لدې ټولو سره ـ سره په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني څه موده مخکې وویل پاکستان په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو ملاتړ ته ادامه ورکړې ده او په افغانستان کې د ټولو ورانکاره فعالیتونو تر شا دی. دده په خبره نړیوال په دې پوهېدلي چې باید پاکستان نور په افغانستان کې له ورانکاریو او د وسله والو ډلو له ملاتړ را وګرځول شي. هغه وایي که نړیوال د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ هوکړه رامنځ ته کوي نو ستره موخه به یې دا وي چې دواړه هېوادونه به د یو بل په چارو کې لاسوهنه نه کوي او تر څنګ به یې د یو بل پر ضد د خاورې کارېدو ته هم اجازه نه ورکوي. هغه ویلي طالبان لا هم په پاکستان کې فعال مرکزونه لري، د مشرانو کورونه یې هلته دي، نظامي او سیاسي شوراګانې لري، ځایونه او ادرسونه یې معلوم دي، کوېټه، پېښور، ابیبټ اباد، لاهور، ټل هغه ځایونه دي، چې هلته د طالبانو نظامي شوراګانې موجودې دي، پاکستانی حکومت باید دغه لړۍ پای ته ورسوي. حسین حقاني تر دې وړاندې هم په سیمه کې له ترهګرۍ د ملاتړ په تړاو د پاکستان پر سیاستونو نیوکې کړې وې.
لدې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان عمران د نیوریاک د بهرنیو اړیکو شورا په یوه غونډه کې ویلي و: «د پاکستان پوځ او آی اېس ای القاعده، طالبان او نورې ترهګرې ډلې روزلې دي او همدارنګه په افغانستان کې د جګړې او کړکېچ د رامنځته کولو لپاره یې هم ترهګرو ډلو ته روزنه ورکړې او دغه هېواد ته یې استولې دي.»
ده ویلي و، چې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره د پاکستان پوځ او آی اېس پوره اړیکې درلودې، روزلې یې او د جګړې لپاره یې دغه هېواد ته استولې. پاکستان په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره پوره اړیکه درلوده او باید چې ورسره په اړیکه کې هم وای؛ ځکه دغه ډلې یې روزلې وې. «کله چې موږ د دغو ډلو پروړاندې ۱۸۰ درجې بدلون وکړ او په ځپلو پسې یې راووتو؛ نو هېڅوک له موږ سره موافق نه و؛ حتا د پوځ په دننه کې یو شمېر کسانو نه غوښتل چې دوی دې وځپل شي، چې له همدې امله په خپله د پاکستان په داخل کې برېدونه رامنځته شول.»
د پاکستان پخواني واکمن پروېز مشرف هم پخپله منلې وه او ویلي یې و، چې جلال الدین حقاني، اسامه بن لادن، ملا محمد عمر زموږ اتلان دي، دی هم د نورو پاکستاني استخباراتي کسانو په څېر قانع و چې طالبان مونږ جوړ، تربیه او مسلح کړل او جګړې ته مو ولېږل.
ده یوې برټانوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې اعتراف کړی و، چې دلته مونږ جنګي مذهبي ډلې د پاکستان د بقا لپاره اېجاد کړې وې، چې د شوروي اتحاد د ماتولو لپاره مو وکارولې. مونږ د ټولې نړۍ څخه جنګېدونکي خلک راټول کړل هغوي زمونږ اتلان دي حقاني ، اسامه او نور ټول جنګیالي زمونږ اتلان دي.
زما نظر:
د دې ټولو با وجود زرګونه داسې دلایل شته چې ثابتوي، طالبان د بهرنیو استخباراتي شبکو پلانونه په افغانستان کې عملي کوي، په افغانستان کې د کومو پروژو سره چې ایران حساسیت لري، یا لږ تر لږه د ایران ګټې ګواښي، طالبان اجازه نه ورکوي هغه پروژې بشپړې شي، د کمال خان بند د پرانېستې په ورځ به تاسې هغه ارقام لیدلي وي، چې د عامې ساتنې ملي تصدۍ خپره کړل، په کمال خان بند لسګونه بریدونه طالبانو کړي و، په لسګونو نور یې شنډ شوي و، پر دې بند د بریدونو په تړاو طالب جنګیالیو اعتراف کړی و، چې دوی ته روزنه په ایران کې ور کړل شوې وه، وسلې د ایران وې، پیسې د دوی وې، دا بند د تقریباً د ۷۰ افغان ځواکونو د سر په قربانۍ جوړ شو، د ټولو بریدونو مسؤلیت طالبانو په غاړه واخیسته. همدا ډول د طالبانو او پاکستان اړیکې هم کافي واضح دي، د طالبانو د قطر دفتر غړي د رخصتۍ ټولې ورځې په پاکستان کې تېروي او په ډاګه وايي چې دلته له خپلو مشرانو سره د مشورو لپاره راغلي یو، تاسو ته به هم په یاد وي، چې ملا برادر د خپل سفر پر مهال چې پاکستان ته یې کړی و، له خپلو سلګونو جنګیالیو سره ولیدل، ملا فاضل اخواند د ځانمرګو روزنځای ته ور غلو، تاسو ټولو یې پر فېسبوک ویډیوګانې لیدلي دي، خلیلزاد په خپله وروستی مرکه کې هم وویل چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مذکراتو د پلاوي مشر ملا عبدالحکیم د خپلو مشرانو سره د مشورې لپاره پاکستان ته تللی دی، لدې وړاندې به تاسو د طالبانو سره د روسیې د مرستو خبره هم اوریدلي وي، چې د امریکایانو او روسانو تر منځ په یوه جنجالي مسئاله بدله شوه.
زه په هغه ثبوتونو ډېر نه تم کېږم، چې د افغانستان حکومت په بېلا بېلو وختونو کې وړاندې کړي دي، خو دومره یادوم، چې د افغانستان استخباراتي ادارې چې څومره کسان د تروریستي کړنو په تړاو نیولي، له لسو یې اتو په پاکستان کې روزنه تر لاسه کړې، دلته چې هر وخت بریدونه کیږي، له پاکستانه په ټېلفون رهبري کیږي، ملي امنیت یې په وار وار غږونه خپره کړي دي، په خپله د طالب جنګیالیو اعترافات هم در واخلئ، چې وايي په پاکستان کې یې روزنه شوې ده، د پاکستان د صدراعظم عمران خان، پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف چې په طالبانو ویاړ کوي او د پاکستان اتلان یې نوموي، د دوی نور مشران ټول وايي چې طالبان یې د خپلو ګټو لپاره روزلي او افغانستان ته یې د ورانۍ لپاره لیږلي دي.
نتېجه:
زما په نظر طالبانو په خپله شل کلنه جګړه کې هېڅ خپلواکي نلرله، کله چې له تا سره د یوې تروریستي شبکې په حیث هېوادونه او استخباراتي ادارې نظامي او تسلیحاتي مرستې کوي، پیسې در کوي، معلومداره خبره ده، چې د دوی پلانونه به تطبیق کوې. له طالبانو اوس هغه څه جوړ شوي، هر څوک چې په افغانستان کې بد اهداف لري، طالبان یې ور پوره کوي، خو دا باید هېره نه کړو، چې له بل هر چا پاکستان د طالبانو له پروژې ډېره ګټه واخیسته، دوی ته یې پټنځایونه ور کړل، ویې روزل، افغانستان ته یې د جګړې لپاره واستول، د دې تر څنګ یې له امریکا او نورې نړۍ څخه د ترورېزم د ځپلو په نوم هم میلیاردونه ډالر واخیستل، پاکستان وکولای شول، د طالبانو د جګړې پر مټ د افغانستان د بیا جوړولو هغه طلايي فرصت ضایع کړي، چې ممکن افغانان یې بیا په دومره اسانۍ ترلاسه نکړي، طالبانو د پاکستان په نظامي ملاتړ د افغانستان د یو میلیارد ډالرو په ارزښت عامه تاسیاست ویجاړ کړل، د زرګونو مهمو پروژو مخه یې ونیوه، په لکونو افغانان یې ووژل، اوس موږ د کونډ او یتیمانو هېواد یو. افغانستان چې د سولې فرصت پیدا کړی دی، طالبان باید لدې فرصته استفاده وکړي، نور له نورو د وسلو او مغرضانه پیسو په اخیستلو په افغانستان کې جګړې ته دوام ور نکړي.
په لیکنه کې د راغلیو معلوماتو سرچینې:
۱: Afghanistan Justice Organization
۲: د پروېز مشرف څرګندونې
۳: اکسپریس تربییون
۴: د طالب مشرانو خپل اعترافات
۵: د عمران خان څرګندونې
۶: وال ستریت ژورنال
۷: د حسین حقاني څرګندونې
۸: د خلیلزاد وروستی مرکه
۹: سنډي ټایمز
۱۰: بېلا بېل خبري ویباسیټونه

Comments