د طالبانو د ګواښونو له امله درې اعشاريه اووه ميليونه افغان ماشومان له زده كړو بې برخې دي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د پوهنې وزارت وايي، د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله درې اعشاریه اووه میلیونه افغان ماشومان زده کړو ته لاس رسی نلري.
د دغه وزارت ویاندې نوریه هزهت وویل چې د زده کړو څخه د دغه بې برخې ماشومان ۶۰ سلنه نجونې دي.
د هغې په وينا، دوى د هر ولایت او سیمې د با نفوذه خلکو په همكارۍ هڅه كوي، چې له زده كړې پاتې افغان ماشومان هم په ښوونځيو كې داخل او له تعليمه برخمن كړي.
د هېواد په مختلفو سیمو کې وسله والو طالبانو ښوونځیو ته د ماشومانو او بلخصوص د نجونو په تګ بندیز لګولی، دوی ډېر کله ښوونځي سوځولي او په بمونو یې الوځولي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments