د طالبانو د کوټې شورا مشورتي ناسته په شخړه بدله شوه

comments 0

هندوکش ـ کوټه: د کوټې شورا مشرتابه ددې لپاره چې روسيي ته د طالبانو د تګ په تړاو د دوی مهم مشران سره يوه خولو کړي د ملاعمر د زوی مولوي يعقوب په مشرۍ يې په اسحاق آباد کې ناسته لرله چې ناسته روسيي ته د تګ او نه تګ پر سر په شخړه اوښتې.

د طالبانو يوې سرچينې بهرنیو رسنیو ته ويلي دي:« طالبان روسيي ته د تګ په تړاو دوه ډلې شوي دي يوه ډله چې هبت الله يي په راس کې دی غواړي چې د دوی پلاوی باید دې ناستې ته ورشي خو بله ډله چې تر ډيره له استخباراتي سړو تودو بې خبره د مدرسو مدرسين علما پکې دي دې ناستې ته تګ نه مني.»

نوموړي زیاته کړې:« کیسه وروسته تر هغه جدي شوه چې تاکيد په دې وو چې دې ناستې ته باید د قطر دفتر رئيس يا کوم غړی ورشي خو د طالبانو دمفتي شيخ عبدالحکيم نيږدې کس په دې ناسته کې د قطر دفتر د رئيس او يو غړي شاهين د شل ميليونه ریالو د غلا کيسه را پورته کړه او ويي ويل چې دې ناستې ته د غلو تګ به د يوې بلې غلا زمینه سازي وکړي نو يا دې هيڅوک نه ځي او که بیا ځي باید د کوټې شورا له مشرتابه څخه يو تن دې ناستې ته ورشي.»

د هغه په خبره د نوموړي دې خبرو پر مولوي يعقوب بد تاثير وکړ او مولوي زین الله بارکزي ته يي د جاسوس تر خطاب کولو وروسته نوموړي ته له خونې د وتلو امر وکړ چې نورو مشرانو حساسيت وښود او خلک سره لاس او ګريوان شول.»

په وروستیو کې راپورونه خپاره شوي دي چې شاهين او د قطر دفتر رئيس شيرمحمد عباس ستانکزي د قطر له دفتره په استفادې شل ميليونه ريال غلا کړي دي او په دوبۍ کې يي  د ستانکزي د لور په نوم تجارتونه شروع کړي دي.

سرچينه وايي:« د قطر هیواد استخبارات په دې کيسه خبر شوي دي او له متحده عرب اماراتو سره د قطر د ستونزو له امله د طالبانو د قطر دفتر مشر ته ويل شوي دي چې يا دې خپله پانګه او لوڼې له دوبۍ دوحې ته راولي او يا دې د قطر دفتر وتړي او دوبۍ ته دې ولاړ شي.»

ويل کيږي د کوټې شورا په دې ناسته کې تر ډيره پر ځينو نورو موضوعاتو له دې منځ څخه په غزني کې د طالبانو د کړي وحشت په تړاو هم  ځينې طالب مشران په غصه وو او دوی ويل چې:« په  غزني کې پاکستاني طالبانو خصوصا د لشکر طيبه کسانو له تفکيک پرته عامه ځايونه او هټۍ سوځولي دي چې دې کار د اسلامي امارت رسوخ او ولسي باور ته سخت زیان رسولی دی او داسې باید نه وی شوي.»

سرچينې زیاته ويلي دي:« د غزني پيښه لکه څنګه چې اټکل شوې برعکس پايله يي لرله  ځکه کوټې شورا ته ويل شوي وو چې دوی به د غزني د مرکز تر سقوط وروسته لویه لاره بنده ساتي خوکله چې بريد کيږي پاکستانيان هټۍ او عامه ځايونه سوځوي چې دا کار د ولسي کرکې لامل کيږي او له همدې امله طالبان تر سختې مرګ ژوبلې وروسته له غزني څخه تښتي.»

یاده دې وي چې د روسيې ناسته ويل کيږي د پاکستان په فرمايش مسکو جوړه کړې چې يوازې طالبان به ورځي او افغان دولت ورسره بايکاټ اعلان کړی دی.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments